خاونده مرګ د ځوانۍ راکړې
چې لوی واړه مې د ځوانۍ ارمان کوينه.
درنو او دقدر وړ دوستانو سلامونه مې د زړه له کومې ومنی، په دې هيله چې روغ رمټ به ياست.
زړه ته راتېرو ! نن څه عجيبه غوندې ورځ ده، تاسو ټول دوستان مې يو بل پسې مخې مخې ته کېږی او بې واره مې پر زړه راورېږی، ښايي دا به زما د مينه وي چې تاسو سره مې کړې او دا يو حقيقت دی چې ما مې د خپلو يارانو سره له حده زياته مينه کړې، خو نن ورځ مې د څښتن تعالی ددې مخلوق نه داسې زړه تور شوی چې هېڅ درته نه شم ويلای، بس ياره څه به مو سر خوږوم چې په دې خپل ژوند پورې پوره تنګ شوی يم ځکه په بل رنګ خو ددې نړۍ د انسانانو نه خلاصېږم. بس :
اوس راته بله لاره نشته
مرګ مې اسره ده چې بې غمه شم مينه
تاسو به څه وايي چې په دې سړي څه شوی چې په اپلتو سر دی خو داسې نه ده زه بيخي روغ جوړ يم له پخوا مې ذهن او دماغ ښه کار کوي، ځکه خو مې ددې نړۍ مطلب اشنا خلک اوس وپېژندل ددې نړۍ وګړي ټول يوازې د خپل مطلب پورې دي، دا د مينې، دوستۍ ، ملګرتيا دا هسې خبرې دي چې په خوله کېږي او باد يې وړي.
کنه حقيقت داسې نه دی حقيقت دادی چې په دې نړۍ کې يوازې دولت او مقام دی چې د انسانيت او سړيتوب بريد ټاکي او د زنده ګۍ کولو حق ورکوي، هغه خلک چې دولت نه لري، مقام نه لري نه خو په انسانانو کې راځي او نه د ژوند حق لري.
ما په خپل ژوند کې يوازې له انسانانو سره مينه کړې خو پوه شوم چې ما ته تل د مينې ځواب په نفرت او کرکه راګرځېدلی دی او نور ددې پر ځای چې د انسانانو سره مينه وکړم ترېنه کرکه کوم. خو څه وکړم ددې نړۍ نه د وتلو هېڅ لاره نه لرم او نه راته داسې معلوم دی چې هلته انسان نه وي.
زما په اند ددې نړۍ د انسانانو نه د خلاصون يوه لاره ده چې هغه مرګ دی، خو څه وکړم مرګ هم د الله تعالی په لاس کې دی چې څه وخت يې درته ټاکلی وي په هماغه ورځ به درته د مرګ فرښته رالېږي، او که د ځان وژنې خبره شي نو دا هم چندان خوندوره خبره نه ده ځکه زما په خپل اند ځان وژنه بزدلي ده او زه نه غواړم چې په بزدله انسانانو کې شمار شم خو بس دا دعا به کوم چې :
خاونده مرګ د ځوانۍ راکړې
چې لوی واړه مې د ځوانۍ ارمان کوينه.
په مينه
ستاسو دوست