په سره ټکه غرمه په انتظار د سېوري لاندې
يو ښکلی شان ماشوم اوده په لار د سيوري لاندې
راځه چې دا دنيا يو څو شېبې کړو سره هېره
راځه چې هلته کينو لږ قرار د سيوري لاندې
سپوږمۍ پسې ېې دومره غټه تېږه وه راخستې
پټ شوی و، له وړانګو يې و ډار ، د سيوري لاندې
ضرور دی چې به دنګو جينکو ته غلي ګوري
دا نن صبا د ژڼو نور څه کار د سيوري لاندې
هغه د کلي مست د ژڼو سر چې مساپر شو
ګونګۍ هره حجره او هر بنډار د سيوري لاندې
ترې ډېرې نوې کوډې به رازده کړم د سندرو
ارمان سره که کينمه يو وار د سيوري لاندې
25.05.2007
- wiar
لیونیه په ما ګرانهله مودو مودو پس راغلې ما به ستا لارې څارلېدې کنډؤ کې به وم ناستهمودې ډيرې تيرې شولېته رانغلې ته رانغلېماته ټولو جونو ووېچې به هيره وې له ده نهخو ما وې چې يوه ورځ بهدې ضرور راځي و ماتهزه پوهيږم چې مجبور ديبل غريب دي ډير غريب ديلا خوستوري په اسمان کې تل سپوږمۍ لره خنديږيلا خو اوس هم پرښه اوريپه نازکو سرو ګلونولا خو اوس هم ټپې واييبلبلان خوږې د مينېنو ترې څنګه به شم ه...
25.05.2007
- wiar
واه دا ځواني ېې ګورئله بدو سترګو لرېدا ګل ډنډ ره ځواني............دا بشره ېې داسې ښکاريلکه خداي وي جوړه کړيد خپل نور په نوراني رنګپه قلم د لوي قدرت خپلد کوثر د جام په ميؤو٭٭٭٭وړه خوله ېې د نرګس ګللکه سور په سورکو وينود حسين د څيرې زړه وي............ اننګو باندې ېې ګورئلوي تصوير د اوو واړوجنتونو راښکل شوي
په پستو سرکوټو شونډو ېې راټولې ګيرچاپيرهد وطن ترانې ناستېهم پرې ټولې...