واه دا ځواني ېې ګورئ
له بدو سترګو لرې
دا ګل ډنډ ره ځواني............
دا بشره ېې داسې ښکاري
لکه خداي وي جوړه کړي
د خپل نور په نوراني رنګ
په قلم د لوي قدرت خپل
د کوثر د جام په ميؤو
٭٭٭٭
وړه خوله ېې د نرګس ګل
لکه سور په سورکو وينو
د حسين د څيرې زړه وي............
اننګو باندې ېې ګورئ
لوي تصوير د اوو واړو
جنتونو راښکل شوي
په پستو سرکوټو شونډو
ېې راټولې ګيرچاپيره
د وطن ترانې ناستې
هم پرې ټولې دملالې
خاطيرې او ټپې ناستې
دا په مينځ ېې ژرنده بيله
لکه مخامخ ولاړې
دوه لښکرې وي يو بل ته
٭٭٭٭
دغه ښکلې ښکلې سترګې
پکې لويه زمانه ده
پرې نقشه د زندګۍ ده
پکې زر افسانې پټې
په ليدو ېې سړي رسي
د قدرت تر لويه خدايه
٭٭٭٭
دا په سترګو کې ډنډونه
ويريدلې شان مسکا ېې
دا کاته ېې داسې کړي
لکه ورور د چا چې راوړي
د دوښمن سر په نيزه کې
لوي بري تر کلي راوړي
د جنګونو له ډګره
ورته جونه په ټپو شي
پرې را شيندي سرې ګل پاڼې
د بامونو له سرونو
خو ناڅاپه له آس پريوځي
د چينې سره په خوا کې
په ټټر ېې وي خوړلې
د تيرو غشو ګيډۍ وي
٭٭٭٭
د نريو وروزو مينځ کې
شينکې خال ېې داسې ښکاري
د جنت حوره که نه ده
خو د غرونو پښتنه ده
ټول غرور ده او حيا ده
له ملالې کمه نه ده
عجيبه شان افسانې ېې
په ګل پاڼه څيره ناستې
پته نيشته ده ملګرو
ددې مړه مساپر جيب کې
دا تصوير چې به د چا وي؟؟
ځاځي آريوب ۲۲ - ۳ - ۲۰۰۰