هاغه ماشوم وې چې تصوير دې راکه
زه ورته مسکه شوم چې څه پرې کوې؟
هغه وې ماته د شپې خوب نه راځي
ما وې چې دا نو په تصوير څه اړه؟
ده زر را ووې چې ډېوه بلېږي
او چې ډېوې ته ګورم ته وې پکې
ما ورته ووې ښه نوګوره ورته
هغه تصوير دی بل تصوير څه کوې؟
ده زر په سترګو خپل لاسونه کېښول
او اننګو کې ېې رنګ ونڅېدو
وې  ېې ډېوه خو ښکلولی نه شم
هم ېې په زړه پورې نېولې نه شم
ما پرې غوږ تاو کړ چې دا چا دي درته
دغه کږې وږې کېسې ښودلي؟
په وړو شونډو ېې مغروره مسکا