هسې مې نوم تور دی
له اره سپين يم
بچيان مې سپين
ګلان مې سپين
زړه مې ډک له سرو لالونو
هره تيګه
هره پاڼه مې کېسه ده
خو! زما د سيسېو بچې
مور نلري، وږي دي
واړه واړه او خړ خړ دي .
سپين غر! لويه غر !
ستاله لاس، زه ستي يم
ته کوډګر يې پاډوګر يې
ستا شپېلۍاوستا دمونه
دغه کربوړي،سيمسيارې ،
ماران ولړمان څنګه چيچل کا!
څه بدسوځول کا!
ته مې تربور يې
ته غټ يې، زورور يې
ستا له لاس ،زه وړوکی
يو خڅوکی
غټان غټ وي
غټ واړه خوري
ستا له تاړاکونو زه رپيږم
ته شړک اوتندر هم غورزوﻻې شي
ستا ځنګلي شيشکې
ما څه چې!
زما شين سترګي پيريان هم ډاروي
زه ستا په منګولو کې ايسار يم
بنديوان يم،خوار يم
زماد سيسېو بچي
مور نه لري ،وږي دې
واړه واړه او خړ خړ دي .
شمال درحمتونو ته لوی خنډ يې
هرشينکی مې جل وهلی
وړه ژبه د غوټی مې وچه شوي
هره هيله ده ناهېله
خوستاپه خړه پړه
زوروره بړبوکۍ کې
هسکې څانګې
تاندې څانګې
لښتې لښتې راپريوزي
ته کنجوس يې
دسپينوسپينو واورو
پاسره ګره زېرمه ګره
زما ناهېلې سترګې
څه نمجنې ! څه غمجنې !
دباران څاڅکو ته
څه کږې وږې !
له وچ کالۍ سوځم
ته سمسور يې
په سرو او سپينوموړيې
ستا دمستو مستو غرڅنېو
تورې تورې سترګې
جلندر غشي باڼه
کږې وږې ترپکې
ړنګې بنګې منډې
مين زړونه درزوي
نيتونه بدلوي
خوزما د سيسېو بچې
مور نلري،وږي دي
واړه واړه او خړخړ دي .
يو غر زه يم يو هم ته يې
له يوې پښتۍ يو
ته سپين او زه تور؟
دا برخې چا ويشلې؟
سپين خو زه يم
چې( ازاد ) يم
ستا په تندي خو
ښکاري
تورتورخاپي
له لندن
ته پوهېږئ !
ستا دمخ يوه خوا توره بله سپينه
ائ دلوړوغرونولوی واکمنه
داڅه ازل ؟
دا څه ورمل ؟
نياو خو دا وو:
چې : تور! تور وای
او سپين! سپين .

سعادت ملوک ازاد
د مۍ 15 مه ـــ جرمني