غزل

چمبې په درځ  وهي وايي  سندرې جينکۍ
کشري  په سر راغو کې کړي  ګورګورې جېنکۍ

خرپا ېې وي  د  پلونو په  تنګي کې څوک راخېژي
په شان شي د هوسيو ور ببرې  جينکۍ

ما پام خو ډېر غلط کړ په ګودر چې تېرېدې نن
د مخ رنګ مې په خپله کړې خبرې جېنکۍ

په زړو لاسونه کېږدي چې د چېغې ډول شروع شي
منګي په ګودر هېر کړي شي اوترې جېنکۍ

ای خدايه پښتنې  دي  ته دې خپل نظر پرې وکه
په خېځو  پسې تللي ډېرې  لرې   جينکۍ

چې بېا دې بلېنډې مستې  سندرې ورښودلي
له خولو به تويوي خود ملغلرې  جېنکۍ

12-9-2004

 
غزل


پرې پويه نه شم چې ټپه که کلېمه وليکم
خو يوه زړه ته ښه درنه شان صدمه وليکم

په تا وېرېږم چې پنځ ډزی به دې وخوري رانه
زه په منګي خو به دې سل ځله نامه وليکم

دا ځل يې بيا ليک را لېږلی د اظهار په تمه
داځل به بيا ورته يو نوې  شان پلمه وليکم

سېتار به غوږ شي له مطرب به ټول راګونه هېر شي
که ورته زه د شنو بنګړيو مې  نغمه وليکم

زه دې په نوم باندې يادېږم تری تم شوې چېرته
وايه چې مېنې ته اوس پيل که خاتمه وليکم

د بلېنډې د ژوند ملګری انتظاره! وايه
درته زه پای او که لا نوره ادامه وليکم

 

غزل
دپلو خرپا ېې له ما خوب وتښتوي تر سهر
دا يوڅوک ولې په کوڅه کې ځي راځي تر سهر؟

يوبل ته مسک شي غلي غلي خدايزده څه ووايي؟
راسره سترګې چې ټول ستوري جنګوي تر سهر

دزړه په بام مې د تڼاکو سپينې پېغلې ناستې
چمبې د څړېکو ښه په درز سره وهي تر سهر

په ترنم ترنم راشي د غزل ښاپېرۍ
ما د سندرو په ټالونو زنګوي تر سهر

چا د سېتار په زړه راتېرې کړي تېرې نوکارې؟
بيا به زوېرګي ېې له خولې ځي نري نري تر سهر

بيا بلېنډه دې د غربت دنري رنځ دپاره
بله ډېوه پاس په زيارت کې ګرځوي تر سهر