لیونیه په ما ګرانه
له مودو مودو پس راغلې
ما به ستا لارې څارلې
دې کنډؤ کې به وم ناسته
مودې ډيرې تيرې شولې
ته رانغلې ته رانغلې
ماته ټولو جونو ووې
چې به هيره وې له ده نه
خو ما وې چې يوه ورځ به
دې ضرور راځي و ماته
زه پوهيږم چې مجبور دي
بل غريب دي ډير غريب دي
لا خوستوري په اسمان کې
تل سپوږمۍ لره خنديږي
لا خو اوس هم پرښه اوري
په نازکو سرو ګلونو
لا خو اوس هم ټپې وايي
بلبلان خوږې د مينې
نو ترې څنګه به شم هيره
ورته ډيره چې يم ګرانه
٭٭٭٭
ليونيه په ما ګرانه
پدې تمه تمه ناسته
چې ضرور به يو ځل راشې
نن چې ته ټکه غرمه کې
ستړي ستړي وې راغلې
درديدلي به وې ګرانه
کړيدلي به وې ګرانه
د قسمت چارو ته ګوره
ايله نن وم اوده شوې
راته ووې چا په خوب کې
ليوني دې ؤ راغلي
لالهانده شوم راپورته
د ديدن ځاي ته چې راغلم
دوه ګلان وو هلته ايښي.......
لور په لور مې هوسۍ سترګۍ
واړولې خو ته نه وې
ما پڼې کړې له پښو لرې
تاپسې مې منډې وکړې
په نظر کې چې مې راغلې
نو کنډؤ ته ورنيزدې وې
ډير غږونه مې در وکړل
ته کنډؤ کې شولې ښکته
نو له سترګو مې پنا شوې
٭٭٭٭
ليونيه په ما ګرانه
بيا مې منډه واخيستله
له هوسۍ ځينې هم تونده
پښې ابله په تيره کاڼو
واړه کاڼي مې په وينو
داسې سره شول .....داسې سره شول
لکه سره ستا دا ګلونه
زه په ډيرې تيزې منډې
د کنډؤ سرته نيزدې شوم
ليونيه پويه نه شوم
خو يودم زه در خطا شوم
د کنډؤ له سر نه ښکته
تا مې چيغه واوريدله
چې له خولې مې ووتله
هر کمر مې بيله بيله
د بدن هډوکي مات کړل
په يوبل ېې وويشتلم
آخير پړمخه په ځمکه
لته پته په سرو وينو
راګزار شوم ستا وخواته
تا وې داکومه شپنه وه
چې له بره راګذار شوه
ګړنګونو ترينه يوړې
د بدن نازکې غوښې
چې د چا د سترګو تور وه
پرې ادکه مور شوه بوره
نو ليونيه په ما ګرانه
لږ رالنډ خو شه و ماته
حيران ولې راته ګورې
ته مې واړوه چې څوک يم؟