باباغرغرې
کله چی زه وړه وم باران می خوښيدو، هر وخت چي به اوريدو،د کور په برنډه کي به يي سيل ته ولاړه وم .
خو د باباغرغري له ادي ډيره ډاريدم، په مابه يي د باران خوند حرام کړ.
مور به مې ويل چي اسمانونه اوه دي،د گڼ باران په وخت د باباغرغري ادي په تورو وريځو را سپره شي او په تراټ اول اسمان ته راکښته شي . دغه ته ،دا زموږ په سر چي ولاړ دي .
د مور له دې خبري به مي زړه پړک واخيست چي ويل به يي د بابا غرغري ادي سپيني څڼي لري چي په مخ يي را پرتي يي،په اسمان کي چي بريښنا سي ، هغه ،دا له غضبه خپل غاښونه سره چيچي.
زما مور قيصه راته کوله چي دباباغرغري له ادي خپل زوي ورک دي نو که يي په بل کوچني دخپل زوي خيال راغي له ځان سره يي ډيرلري ، اوم اسمان ته وړي .
مور به تل نصيحت راته کاوه چي کله باران اوري دباندي ونه وزم خو زه په کور هم ډاريدم،
څرنگه چي به مي ږغ تر غوږو تير شو، ورمنډي به مي کړې د مور په غيږ کي به پټه شوم
مور به پوه شوه چي سمه بيريدلي يم ، په خپل پلو کي به يي پټه کړم ،اسمان ته به يي وکتل او په لوړ غږ به يي وويل
...... آه ه ه ... بابا غرغري دلته مه راځه،دلته خو څوک نشته ، دلته هيڅ څوک نشته
بيا به يي خپل پوست لاس زما په ويښتانو را تېراوه او زما په ذهن کي به يي د بابا غرغري مور جوړوله .
نن هغه د دي کړوپه ملا ،سپيني څڼي،هغه وتلي مات غاښونه او گاري گاري مخ او....
په لاره می منډی وهلی لکه څوک چی می له شا ټيله کوی کله چي دفتر ته ننوتم له کړکۍ مي دباندې وکتل باران لا اوريدو له هغي شيبي تراوسه دا فکر کوم چي زما مور څومره لايقه انځور گره وه چي شل کاله وروسته يي په ما هغومره اثر شته لکه په ځلور کلني کي .