د ګران ملګري کمال زی د یو شعر په ځواب کې

 

سمه ده رښتيا پوښتنه نه کوم
اوس جانانه ستا پوښتنه نه کوم

ژوند راته د زهرو نه تريخ شوی دی
ځکه خو د چا پوښتنه نه کوم

ها چې مې زړه ورکړ راته مات يې کړ
نور د بې وفا پوښتنه نه کوم

دا په خوله د مينې او وفا وعدې
ستا وې که زما پوښتنه نه کوم

تامې په دوستۍ باندې ویاړ ونه کړو
خوښ یمه جدا پوښتنه نه کوم