هغه ورځ بيا رانغله
کوم چې د ښکلي پسرلي په ګل ورينو وړانګو
زماد هيلو دنازونو غوټۍ خوله په خندا پرانسته٠
کوم چې دښکلی پسرلی دانار ګل په موسم
ما دويالی له شګو ځانته کوټنی جوړ کړه
هغه ورځ بيا را نغله
کوم چا چې دښکلي ګلا بو نو نه ګېډۍ جوړې کړې
دخپلې مينی تصور کې يې خيا لونه ليدل
له نارنج ګل يې اميلونه جوړ کړل
دچا مغرور حسن نه يې خيا ل کې
تصو يرونه جوړکرل
له نارنج ګل نه اميلونه جوړکړل
هغه ورځ بيا رانغله
چې دروان ويا له اوبو کې سره ګلونه راتلل
دکوکنار ګل په اوه رنګو کې
دچا دحسن تعر يفونه راتلل
هغه ورځ بيا رانغله
چا چې به خپل دمينی ګل ته ګل دستی راوړلې
او دنرګس د ګل جامو کښی ديدنونه غوښتل
هغه لاسونه مړ دي ٠٠٠
دريدی ګل په شان په زړه کښ داغ دمينی پاتی
دځوانيمرګ ارمان لټون په هيله
دچا اواز زما تر غوږ شي راته وايي
اي د چنار د هسکۍ څا نګۍ ښا رو
زه هديره کښی خښ يم
زما خيا لونو ته ګلونه جوړکړه
له نا رنج ګل نه اميلونه جوړکړه
زما په شناختو باندی واچوه بيوس يم زه
تا ته راتللی نه شم
چې شرين ياد تازه شی دنارنج ګل په موسم