دغه ستړي ستړي زړونه
دا ستومانه منزلو   نه
ما په کومه لاره بيا ی
دا بی شميره مينتو نه
داشنا ښايسته يادونه
دادمينی مين زړونه

تش کتو کښی مکيزونه
په خيالونو کښی خوبونه
داساده ساده لفظونه
ګنګه ژبه فريادونه
داچپه راسته خبرې
داوران شوي سياستونه
دبی پتو پيغورونه
چه په کوم امتحان ګيريم
دا دخدای دی قدرتونه


ای زماخوږه وطنه
زه په تا باند ې نازيږم
مينه مينو کې نن ستاده
قرباني تاته وفاده
ځان به هېرکړم ستاپه مينه
  زما مينه زماوينه

ټوله مينه مينه ستاده
غيرتي مې دادنياده
ته پښتون ته دسر تاج يې
ته زما دزړه معراج يې
تانه ځان لوګی کومه
ټول ارمان لوګی کومه
دغيرت وينه می جوش کړی
قربانی ته مې خروش کړی
په سيا لانو به دې سيال کړم
په نيک نوم به دې خوشحال کړم
دازما تاته پيغام دی
دحفيظ دغه ارمان دی