کله مې ډاګ له ډاګې ولي کله غېږ راکوي
جانانه عشق دې د پيريانو د اثر په څېر دی
کلونه وشول په کې ورکې ورکې لارې ګوري
څوک مې په زړه کې د يو ستړي مساپر په څېر دی
د پرهرونو پيغلې هر ماښام راپنډې وي پرې
زما دا زړه هم سم د کلي د ګودر په څېر دی
ما وې څوک ستړی دی پر زړه مې دمه ځای لټوي
دا خو پرې بت راتراشي دا خو د ازر په څېر دی
چې چا يې ونې، چايې کاڼي، چا مرغان ولوټل
زمونږه ژوند هم د تالا والا سپين غر په څېر دی
ماښام دې نه راځي له شونډو يې رنګونه تښتي
جانان خو ټول د کوکنار ګل د مازيګر په څېر دی
يوازې تا باندې يې هېڅ منتر اثر ونه کړو
کنه نو اند خو د بنګال د جادو ګر په څېر دی