شـعرونــه
مسافرې مرغۍ
چۍ پسرلی شياودغروله څوکودسپینوواورو ماهیان وښویږیدرې رالنګې شي اوسپینې چینې وزیږوياوزموږپه دښتودشیدولښتي خواره واره شيزه به خپل زړه دپسرلي وږموکې وشیندمهترڅوداستړې مسافرې مرغۍله رنګ اوخوندسره الفت هم حس کړې ۱۳۸۵/۲/۱۰
خوبولې سترګې
ته جذبه د محبت او شفقت يېته دمينې د مقام لوړ منزلت يې د دونيا ښايست دې ټول له تانه ځار شيته زما د پاکې مينې حقيقت يې خوبولې سترګې پورته کړه ګلفامهخوار زړګي لپه کې واخله مرحمت يې دا نری نری باران د پسرلو تهښايسته ګل دپسرلو د ننګ غيرت يې د ريدي ګلان به ټول له تانه جار کړمحسين خيل ته ته ډيوه
ننګرهار مې ياديږي
چې دگلو مینځ کې کیښنم ننگرهار مې ياد شيشین لغمان دکنړ سیند او چپرهار مې یاد شي تصور کې کله کله چې وطن مې را په یاد شید سپین غر د سر تړلی سپین د ستار مې یاد شي دجاهلو کور دې وران شي چې جدا يې کړم له وطنهلوی باغونه ، خواږه انار دقندهار مې یاد شي ژبه گونگ، په زړه غمجن ، مسا فر د بل وطن
غزل
موږ که دجنګ تابيا کوله که مو سوله کړلهمونږ به سلا په کې دټول کلي را ټوله کړله کلي کې ډير څه له سندرو او اټڼ پيليدهموږ به غزا هم را شروع دډم له ډوله کړله دې کې به هم نور دزرې زرې حساب ته کينويوازې مينه وه چې مونږه به بې بی توله کړله دخداې ددې ستر کاينات په خبر هله پوشومجانانه ما چې ژبه ياده له غاټوله کړله له
د ستم باد
سترګې مې بيا لکه چيتر وريږي چې مې يادونه د دلبر وريږي د تګ راتګ لارې يې ګرانې شولېد نفاق کاڼي په ګودر وريږي مانه آمو او اباسين خپه ديدبيلتون کرښې په خيبر وريږي د سپين بولدک او د تورخم ولسه!پردي لاسونه مو په سر وريږي اسماعيل خان ديره يې لاندې کړهبيا دانګريز رنجيت خنجر وريږي کابله! غږ کړه اکبر خان وزير تهمات پيرنګي بيا لر او بر وريږي سپينې جامې د سپي
غرنی يم
زړه زما خو ستا دمين تاج محل دیپه کې ښخې ستا ارمان دزلفو ول دی دا زما ليونی زړه تارر انه غواړيليونيه ستا ارواح د مينې غل دی ستا پخی پخی خبرې او سندرېرا ښودلې نن بيا د مينې چل دی چې دلمر سترګه شي پورته ته راياد شیستادمخ تصوير ښکاره پکې ځل ځل دی ستامکيز مکيز کتل مې ليونی کړيښايسته سترګو کې ښکاره دناز کتل دې ستاماشوم خيالو ته سوی په ځيګر يمما کتلې ستا دلاس فال په سل ځ
د سولې سندرماره
ليمو کې مې اوسيږه د ګلونه ښايسته يې سلګۍ مه شه دخوږ ژوند ته د مينې پلوشه يې مسکا نه دی جاريږمه تاثير لرې په سترګو بڼو نه دې ځاريږم ته زما د زړه ټوټه يې درلېږم دوعا ګانې به د مينې له فضا نهد زرو په کاسه کې هم له شاتو نه خوږه يې
خان غفار خان غواړودجرګو کورته
يوه مو چغه د غيرت فخر افغان غواړوخان غفار خان غواړو د جرګو کورته راځی چې يو شو سره يو ای لروبر پښتنوغليم راغلی مونږ نه غواړي دزړه سر پښتنوداسارت په دام مونيسي بې خبر پښتنو وطن مو کور دي مونږ ته ګران لکه دلبر پښتنو د ننګ ډګر ته مونږ سرخ پو شه اتلان غواړوفخر افغان غواړو دجرګو کورته افغانستان خود زړه ورو پښتنو وطن دید اسيا زړه دی دملالو ښا پيرو وطن دیازاد پښتون داسارت زولنې کله منيد ژوند په بي
غزل
چې زه دې مړ شمه له غمه اوحال نه در رسيدا ځلې دومره لرې لاړ شه چې خیال نه در رسي * له آسمان څک تخته کوز مه شې د ښکلا د غرورشابه همداسې چې لاسونه د سوال نه در رسي حسن دې دنګ شو آن تر عرشه په دعاوؤ زمونږاوس پروازونه د دنیا د جمال نه در رسي ای ! ته تر شا د رنګ د کوم کوه قاف ناسته یې چېژوند که ډیر کیناست د بوډیو پر ټال ، نه در رسي تا په سرکو شونډو وړې وړې خبرې وکړېزما په زړه کې وزر مات
دسولې جرګه
شمله ورو پټګي وتړئ جرګه شئدارين په خاوره ټوله را ښکاره شئ د نازو بچي شټيږي په سرو وينويا ميرويس شئ يا احمد دزرغونه شئ ياپټګي له سره ښځو ته ګذار کړئيايوالي د غيرت جګه شمله شئ دوختنو دظلمت دور کړئ ختميوشتم پيړۍ کې بيا يو ننداره شئ ما ليدلي پښتانه کمزوري نه ديدتاريخ زرين پاڼو کې ښايسته شئ د حفيظ د هيلوسپين کوترې ورک ديبيادسولې سپين کوترې شی جرګه شئ
دهر چا خپله خپله خوښه
ما د( ادم) غیرت او ننګ خوښیږيچا به ېې بیا، د رباب شرنګ خوښیږي زه هان له ( بدره) دوښمنان ېې ګڼمهو،، ما هر ځای ورسره جنګ خوښیږي تا آزادي په غلامۍ کې خوښهخو ما بری په وینو رنګ خوښیږي تا به قیصې د سکندر یادې ويما د( قاسم) د تورې
غزل
افغان له علمه او هنر پاتــــــــــــــــې دیځکه دژوند له هر ثمر پاتــــــــــــــې دی له ړنګوکلیو نه آواز رادرومـــــــــــــــيښکاري کوم کلي کې لاسرپاتــــې دی یووروریې ستړی دی له جنګ جــدلهدبل په لاس کې یې خنجرپاتــــــې دی دیوه اوږده سفره وروستـــــــــــــه لا هم لاتر منزله
دسولې انتظار
دا ويرونه ماتمونه دغه تور تور ماښامونهدژړانه ډکې سترګې دادغم نه ډک وختونهدغه سوې سوې زړونه دځوانانو دا لوونهدادميندو فريادونه دناويانو ارمانونه***دجنګونونه په کرکه دا ناره زه په باربار کړموير ځپلي پښتنو ته زه دسولې انتظار کړم***دتنکي ځوانانو لوو دی جنازی دی راروانیدرپه در پښتنې ګرځي تلوسی دي را روانیناپوهي دخود غرضو نه ګيلې دي راروانیدقدرت مسابقو کې توری شپی دي راروانی***هر صبا په هديرو کې ستړي زړونه نا قرار کړم وير ځپلي پښتنو ته زه دسول
ته پوهېږې لېونيه؟
پیرنګیان چې دي راغليزه بهر نه وم وتلېنن په زیړ مازیګري کېڅه بې دریغه د پنځ ډزواو بړیو ډزې وشوېبهر شور او منډې ترړېویل( ګودر سره په خوا کې)بس هم دا مې تر غوږو شولزه هم زر په منډه لاړمپه بیځلې شوم ور ټيټهډک منګی مې ټول خالي کړ٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬وړې خور راباندې غږ کړچې اوبه خو ما راوړيپسې مه ځه ګرانې خورې&nb
پاچا ته
خدای خبر چې زه به څومره ګناهګار يم جوړې کړي مې بلا تورې او زغرې زه ددې ښار يو سپين ږيری اوستکار يم ما لېدلي دلته توک په توک لښکرې دا ماڼۍ کله ودانه کله ورانه ما لېدلي پاچاهان تللي راغلي کله نورو دروازې ور ماتې کړي کله خپلو په خپل خلک وژلي. نو پاچا! هسې خبر رانه اوږدېږي اوس دې تاته په سل واره مبارک وي د پرتم توغ دې تر ډېره رپاند اوسه
د میوندمیړنۍ شهیدې ملالۍ ته لیک
ملالۍ ، ای قهرمانېستا عزمت مې سلام دیزما خورې ، زما مورېستا همت ته مې سلام دیستا د وخت له هر یو ژڼيزارواري شمه ، لوګی شمما اووه لټه ترې ځار کړېستا د وخت خو واړه ژڼيمیړڼي وو ، توریالي وودوئ ریښتوني پښتانه وومومنان وو ، ننګیالي ووستا ټپو سره لا نورههم په جوش د ایمان راغللنه ېې غم زړه کې هستي شوهنه دونیا، نه زندګي شوهدوئ په خپلو س
ژوند
ژوند مو ډیر لـــــوړوژورو کـــــې راوان دیدمرګـــي په ســـوداګروکـــــــــــــې راوان دی هتکړۍ مو په لاســــونو کـــــې شرنــــګیږيخوندترې اخلي ز وروروکــــــــې راوان دی مولاجـان پرې له ممبره نـــــارې وکـــــــــــړيجنتــــي دی بختــــــــورو کــــــــــې راوان دی روښان فـــکره ل
دغرب کلتور
دغرب دخلکو هم کلتور او هم وجدان بدل شولاره يې بيله شو ه مزل ته يې کاروان بدل شو ددوی تهذيب کې هوسونه شو غالب پر اخلاقمعنا بدله دسيرت او دژوند شان بدل شو تعريف بدل دازادی شو ازادي بله شوهددازادۍ سره تعريف دسود او زيان بدل شو هر څوک ازاد دی هر عمل کې هر عمل دی ازاددبې قيدی په عادتوباندې انسان بدل شو
بنګ (نظم)
ای چې دا څومره ژر دې ومنلېددو غو خلکو درواغجنې کيسېددوی په سترګو کې خو شر اوسېږيددوی نو چېرې زده دمينې کيسې؟ ماته اوس هم لکه ايمان سپيڅلېراته په شانې دسپين غر ښکلې يېدرود په څېر مې زړه پر تا ودان دیلکه دبنګو مازيګر ښکلې يې ته خپه مشې چې خمار مې واخليډکه پياله کړم په سر بنګ واړمدکلي ونې لکه ته ښکلې شيزه درڼې چنې تر څنګ واړوم
د هماليا غرونه
ته پوهيږي هماليا کې زما زړه دهد کلونه مې ليدو ته يي تلوسه ده زما د لوړ پامير غرور پکې ښکاريږيهندوکش او د سپين غر يو منظره ده په هواره کې دا ټول زړونه خيرن ديپيدا کړاې مې دغره کوچی پاک زړه ده د ګنګا سين کې لاهو شه لامبوزنههماليا ته به راځم دا مې وعده ده
غزل
تسکین یې ګران دی زړه مې ډیرله ارمانونو ډک دیځکه غزل مې له دردونو فریادونو ډک دی دا شپه پلوي به اخر ماتي مني له خیرهاوس مو هیواد له مدرسو او مکتبونو ډک دی راځئ ګنډونکي شو له تار او ستن نه کار واخلو نورهېواد مو ډیرله څیرو،څیرو ګریوانونو ډک دی که له هنر علمه غني زمونږ ذهنونه شولوداغرونه ،غرونه وطن ټول له سرو لعلونو ډک دی
عزل
&nb
غزل
وازه خوله پاتې اسمان ؤ چې نه تا څه وې نه ما هر یو ستوری هم حیران ؤ چې نه تا څه وې نه ما د کالونو پس یو ځای شوو بیا تر عمره به جدا وو وخت هم ځکه په لړزان ؤ چې نه تا څه وې نه ما تا له ما د اظهار طمه.....ما له تا داظهار طمه څه عجیب شا
ژړا
ډالۍ مورته مې چې د عظمت او استقامت غونډۍ وه خدايه! چې زه څومره بد مرغه يمه ډزې، جګړه، ژړا او زه سره په يو ځای پيدا ما مې تر پايه د خوږې مورکۍ په سرو سترګو کې چېرې څپه د خوښۍ ونه لېده ان چې زلمی شوم او هغه خوارکۍ هم مړه شوه خو مايې شونډو کې يو ځل د خندا ونه څاره مور مې ټول عمر ژړل مور مې نړۍ د خپلو اوښکو له هندارو لېده مور مې ټول عمر له ژړا سره وه مينه کړې اوس چې له