چې زه دې مړ شمه له غمه اوحال نه در رسي
دا ځلې دومره لرې لاړ شه چې خیال نه در رسي *

له آسمان څک تخته کوز مه شې د ښکلا د غرور
شابه همداسې چې لاسونه د سوال نه در رسي

حسن دې دنګ شو آن تر عرشه په دعاوؤ زمونږ
اوس پروازونه د دنیا د جمال نه در رسي

ای ! ته تر شا د رنګ د کوم کوه قاف ناسته یې چې
ژوند که ډیر کیناست د بوډیو پر ټال ، نه در رسي

تا په سرکو شونډو وړې وړې خبرې وکړې
زما په زړه کې وزر ماتی شو تال ،نه در رسي

حيات اباد- پېښور

* : پورتنۍ مطلع د حمید شجاع ده