شمله ورو پټګي وتړئ جرګه شئ
دارين په خاوره ټوله را ښکاره شئ
د نازو بچي شټيږي په سرو وينو
يا ميرويس شئ يا احمد دزرغونه شئ
ياپټګي له سره ښځو ته ګذار کړئ
يايوالي د غيرت جګه شمله شئ
دوختنو دظلمت دور کړئ ختم
يوشتم پيړۍ کې بيا يو ننداره شئ
ما ليدلي پښتانه کمزوري نه دي
دتاريخ زرين پاڼو کې ښايسته شئ
د حفيظ د هيلوسپين کوترې ورک دي
بيادسولې سپين کوترې شی جرګه شئ
04.08.2007
- wiar
زينب هغه پښتنه ميرمنه ده چېد مخ په ګونځو کی دزمانې دناخوالو تصويرله ورايه ليدلاې شو کلونه پخوا چېدجنګ داور لمبۍ په وطن خپله توره لمنه خوره کړې وه زينب دخپلې کوچنۍ يواځنۍ لور مقدسې او دخپل ژوند ملګرې سره ايران ته مهاجره شوه ٠ خو په ايران کی دهغه مغزې سکتې له له امله چې ورته پيدا شوې وه يې څو کاله مخکې خپل ميړه په ايراني شفاخانه کی دسر دعمليات په جريان کې د لاسه ورکړ او دا بی سر نوشته دخپل لور مقدسې سره پاتې شوه٠ مقدسه هغه جراره پښتنه پيفله ده چې دايمانداري او دپښتني احساسات يې په څ...
08.08.2007
- wiar
چې زه دې مړ شمه له غمه اوحال نه در رسيدا ځلې دومره لرې لاړ شه چې خیال نه در رسي *
له آسمان څک تخته کوز مه شې د ښکلا د غرورشابه همداسې چې لاسونه د سوال نه در رسي
حسن دې دنګ شو آن تر عرشه په دعاوؤ زمونږاوس پروازونه د دنیا د جمال نه در رسي
ای ! ته تر شا د رنګ د کوم کوه قاف ناسته یې چېژوند که ډیر کیناست د بوډیو پر ټال ، نه در رسي
تا په سرکو شونډو وړې وړې خبرې وکړېزما په زړه کې وزر مات...