چې دگلو مینځ کې کیښنم ننگرهار مې ياد شي
شین لغمان دکنړ سیند او چپرهار مې یاد شي
تصور کې کله کله چې وطن مې را په یاد شی
د سپین غر د سر تړلی سپین د ستار مې یاد شي
دجاهلو کور دې وران شي چې جدا يې کړم له وطنه
لوی باغونه ، خواږه انار دقندهار مې یاد شي
ژبه گونگ، په زړه غمجن ، مسا فر د بل وطن شم
تور وربل ښایسته صورت دخپل نگار مې یاد شي
زه په څه بلا اخته شم زړه مې نه نیسي قرار هیڅ
د شادیان دد ښت غا ټول ښکلی مزار مې یاد شي
نور به نه وینې په سترگو ما د خپل خا پوړو ځای
په خیالونو کې وطن او وطندار می یاد شې
****************
جولای کال دوه زره اوه جرمنی
11.08.2007
- wiar
موږ که دجنګ تابيا کوله که مو سوله کړلهمونږ به سلا په کې دټول کلي را ټوله کړله
کلي کې ډير څه له سندرو او اټڼ پيليدهموږ به غزا هم را شروع دډم له ډوله کړله
دې کې به هم نور دزرې زرې حساب ته کينويوازې مينه وه چې مونږه به بې بی توله کړله
دخداې ددې ستر کاينات په خبر هله پوشومجانانه ما چې ژبه ياده له غاټوله کړله
له...
14.08.2007
- wiar
که مونږد بهرنيو هيوادونو د خلکو ژندانه ته نظر واچوو نو تجربی موږ ته ښيي چې په ټولنه کې تعليم او پوهه، بوختيا ،تجارت، ژبني او نژادي تعبضونو څخه مخ نيوی او دسياسي ګونددونو په مينځ کې سالم رقابتونه هغه عاملونه دي چې د ټولنې د بربادی مخه نيسي او له یې جنګ په امان ساتي، سواد هغه نعمت دی چې دټولنې غړي ته د ژوند او د ټولنې د پرمختګ عاملونه ور زده کوي او دا ورته ښيي چې څنګه وکولاې شي د ژوند په ډګر کې بر ی تر لاسه کړي، ددې تر څنګ تربيه هغه څه دي چې د تعليم نه مهم ګڼل کېږي چې په وړکوالي کې ماش...