سوله څنګه مينځ ته را تلاې شي؟
ازادي د بيان
ازادي د بيان د ټولنۍ په اصلاع کې يو له هغو مهم عاملونو څخه ګنل کيږي چې دټولنۍ غړي خپل اعمالو او کاري فعاليتونو په ګړندی توب کې مهم رول لوبوي او هم د يو سالم رقابت ته د ټولنۍ په غړوکې د فعاليت زمينه برابروي او خلک دی ته هڅوي چې څو قدمه مخکې لاړ شي او بيا شاته وګوري چې څومره راسته او څومره غلط قدمونه يي اوچت کړيدي او هم دا پروسه کې د ټولنۍ غړۍ خپل دشخصيت په پام کې نيولو سره تل دی ته هڅه وي چې هغه کارونه وکړي کوم چې د دوې دشخصيت په لوړ تيا کې مرسته وکړي او په دی توګه دشخص د بدنامې اود فسادمخه ونيول شي انتقاد کول او انتقاد منل ته دی رواج ورکړ شي او د حقايقو څخه پرده پورته کول دافکارو اونظرياتو شريکول خبری اتری چې مونږ ورته جرګه وايو تر ټولو لويه کاميابه لاره ده چې هر مشکل حل ولاې شي او د سولې په تامين کې مهم رول لوبوي او په هره بر خه کې د نظرياتو بيان د ټولنۍ دغړو داګاهي سطحه اوچتوي او ټولنه د پرمختګ په لوری بيايي
بی روزګاري ،غلا
لکه څنګه چې انسان خداې (ج) دژوند سره د مبارزی د پاره پيدا کړيدی نو انسان هم چې يو ژوندې موجود دي نفس يي خوراک او تن يي پوشاک غواړي د بی روزګاری او بيسوادی او داسلام ددين نه نا خبرتياپه نتيجه ضميرونه کم زور شي او په نتيجه کې زمينه فساد او جنايت ته مساعدشي وزګار تيا برعلاوه له دی چې دبيسوادی او خپل مذهب نه نا خبرتيا او بی روزګاری په نتيجه کې مينځ ته راځي دا هم يو ډول مريضي دی چې خلکو ته جنايت روحي تشويشونه پيداکوي او د انسان ضمير دومره کم زور شي چې فساد ته لاس اچوي کله نا کله انسان د خود کشي سرحد ته بيايي او د ژوند ټول نيک مرغې ور څخه اخلي ٠
دمعاشونوکموالې او رشوت
کله چې زراعت او مالداری ته توجع وه نه شي دبزګرانو مشکلات په نظر کې ونه نيول شي نودزراعت نتيجه به ښه نه وي چې دا دخلکو په ژوند مستقيمن اغيزه لري دخوراکي شيانو نرخونه به پورته لاړ شي بيا هم د خداې د لاری نه هغه نا خبرغير شعوري مسلمان مامورين اوچارواکې يا اګاهانه او يا غير اګاهانه ددی د پاره چې خپل د کورنۍ ضروريات يي پوره کړې وي د کم معاش د درلودلو په وجه او هم د محاکمو د ضعيف فعاليت په وجه د جمرمونو او مجرمينو په مقابل بی تفاوت بر خورد په نتيجه کې رشوت اخيستلو ته لاس پوری کوي او غلا ته شرايط مساعدوي او هغه کسان چې بی روزګاره دي يا د ټوپک او يا د کوتک په وسيله په غلاګانو لاس پوری کوي چې دا سلسله د مرګونو سرحد ته هم رسيږي او ټولنه د بر بادي په لوری بياي او د يو هوسااو سوله يز ژونداو د ټولنۍ د پرمختګ مخنيوی کوي
نو د سولې راتګ ته زمونږ په ټولنه کې هغه وخت شرايط مساعديږي
چې لاندې ټکۍ په نظر کې ونيسو
د بيسوادې لمنه ټول کړو او دماشومانوژوند،ديني روزنه ، او تربيی ته خاصه پاملرنه وکړو
ازادي د بيان ولرو د انتقاد کولوو او انتقاد منلو روحيه مروج کړو
د بی روزګاری مخه دی ونيول شي او تجارت لپاره شرايط مساعد شي سياسي ګوندونو ته د فعاليت او سالم رقابت ته د ټولنۍ د مذهبی نورمونو په نظر کې نيول سره اجازه ورکړ شي
دبزګرانو اړتياو ته خاصه پاملرنه وشي او د شاروالې لخوا نرخونه کنترول شي او بزګرانو ته يخي کوټۍ د ميووو او ترکاريو د زخيری د پاره جوړ شي
د جناي جرمونو په مقابل کې سخت جزا وټاکل شي اود جناعی فعاليتونو
د مخنوي پروسه دی ګړندي شي
د انسان او حيوان د مرګ او ژوند په هکله دبشر حقوق قانون په نظر کې ونيول شي او د اشخاصو په شخصيتونو د تجاوز څخه مخ نيوي وشي دمور او ماشوم ژوند ته خاصه پاملرنه وشي او ښځو ته د ټولنۍ د فعال قشر په سترګه وکتل شي ازادي ورکړ شي کووم چې د اسلام مقدس دين ورته ورکړې ده په وړکوالې کې د واړه نجونو او هلکانو د وادونو مخ نيوي وشي او داسی نور مثبت چاری ٠پاې