زړه زما خو ستا دمين تاج محل دی
په کې ښخې ستا ارمان دزلفو ول دی
دا زما ليونی زړه تارر انه غواړي
ليونيه ستا ارواح د مينې غل دی
ستا پخی پخی خبرې او سندرې
را ښودلې نن بيا د مينې چل دی
چې دلمر سترګه شي پورته ته راياد شی
ستادمخ تصوير ښکاره پکې ځل ځل دی
ستامکيز مکيز کتل مې ليونی کړي
ښايسته سترګو کې ښکاره دناز کتل دې
ستاماشوم خيالو ته سوی په ځيګر يم
ما کتلې ستا دلاس فال په سل ځل دی
ته ممتاز زما دمينې دخيالو شه
زما زړه کې ستا دمينې تاج محل دې
غرنی يم دکابل دسين دغاړی
حسين خيل ته ستا ديدن دګلاب ګل دی
11.08.2007
- wiar
ليمو کې مې اوسيږه د ګلونه ښايسته يې سلګۍ مه شه دخوږ ژوند ته د مينې پلوشه يې
مسکا نه دی جاريږمه تاثير لرې په سترګو بڼو نه دې ځاريږم ته زما د زړه ټوټه يې
درلېږم دوعا ګانې به د مينې له فضا نهد زرو په کاسه کې هم له شاتو نه خوږه يې...
11.08.2007
- wiar
سترګې مې بيا لکه چيتر وريږي چې مې يادونه د دلبر وريږي
د تګ راتګ لارې يې ګرانې شولېد نفاق کاڼي په ګودر وريږي
مانه آمو او اباسين خپه ديدبيلتون کرښې په خيبر وريږي
د سپين بولدک او د تورخم ولسه!پردي لاسونه مو په سر وريږي
اسماعيل خان ديره يې لاندې کړهبيا دانګريز رنجيت خنجر وريږي
کابله! غږ کړه اکبر خان وزير تهمات پيرنګي بيا لر او بر وريږي
سپينې جامې د سپي...