تسکین یې ګران دی زړه مې ډیرله ارمانونو ډک دی
ځکه غزل مې له دردونو فریادونو ډک دی
دا شپه پلوي به اخر ماتي مني له خیره
اوس مو هیواد له مدرسو او مکتبونو ډک دی
راځئ ګنډونکي شو له تار او ستن نه کار واخلو نور
هېواد مو ډیرله څیرو،څیرو ګریوانونو ډک دی
که له هنر علمه غني زمونږ ذهنونه شولو
داغرونه ،غرونه وطن ټول له سرو لعلونو ډک دی
بختیاره صبر ورته وکړه چې رڼا شي خواره
ښکاري سهار یې اومیدونو، پیغامونو ډک دی
۲۰۰۷/۶/۱۳
22.06.2007
- wiar
د سپين غر وږمې پاڼې درنو لوستونکو سلامونه او نيکې هيلې مې ومنی، په دې هيله چې تر دې دمه به روغ سوکاله او خوښ ياست.
د سپين غر وږمې پاڼې د مسينجر مرکو لړۍ پيل کړه او دغه پيل يې له درنې او اغلې خور بلينډې بدرۍ په مرکه سره وکړ، دا چې له يوې خوا د دوستانو غوښتنه وه او بلې خوا د خلکو د شکونو د لرې کولو په غرض د سپين غر وږمې پاڼې غوره و بلله چې له دې خور سره مرکه وکړي، چې بلا خره په دې واتوانېدو له دغې درنې او پتمنې خور سره مرکه وکړو...
25.06.2007
- wiar
دساړه ژمي یوه سړه ورځ وه دکلي دځوانانو هم لکه چې نورپه کورونوکې زړونه تنګ شوی و دوي ټول دجمات له خادم سره دجمات په تودولو بوخت و جمات خوتودیده خوورسره ورسره د جمات د انغري په غاړه دځوانانوبانډارهم په تودیدو شو مامې هم خپل کوچني لاسونه په داسي حال کې چې خپل خړڅادرمې کلک ترغوغوږنوتاو کړی و ورو ورو دجمات انغري ته ورنیزدې کولمامې لاخپل لاسونه دانغري سرته نه و رسولي چې دجان باز دراتلو سمښت شو موږلاخپل مخونه د وره په لورسم نه و وراړولي چې هغه...