د سپين غر وږمې پاڼې درنو لوستونکو سلامونه او نيکې هيلې مې ومنی، په دې هيله چې تر دې دمه به روغ سوکاله او خوښ ياست.

د سپين غر وږمې پاڼې د مسينجر مرکو لړۍ پيل کړه او  دغه پيل يې له درنې او اغلې خور بلينډې بدرۍ په مرکه سره وکړ، دا چې له يوې خوا د دوستانو غوښتنه وه او بلې خوا د خلکو د شکونو د لرې کولو په غرض د سپين غر وږمې پاڼې غوره و بلله چې له دې خور سره مرکه وکړي، چې بلا خره په دې واتوانېدو له دغې درنې او پتمنې خور سره مرکه وکړو او ستاسو لوستونکو مخې ته يې کېږدو.

دا چې مرکه به ډېرې تخنيکي نيمګړتياوې ولري نو په عذر سره به مې وبښی، ځکه نه زه شاعر يم او نه ډېر تکړه ژورناليست، بس د اړتيا پر وخت په درد خورم.

مرکه کټ چې څه رقم شوې ستاسو مخې ته ده البته يوه خبره چې موږ په کې بدله کړې هغه داوه چې د بلينډې خور کمپيوټر پښتو نه درلوده نو پښتو يې د انګليسي په تورو ليکله،  چې موږ وروسته له مرکې بېرته د پښتو تورو ته اړولې کېدای شي کوم ځای کې کمی زياتی په کې راغلي وي، چې ددې له امله  هم له تاسو او هم  له درنې خور بښنه غواړم .

وخت مو ډېر نه نيسم دا تاسو او دا هم د خوږ ژبې شاعرې درنې خور بلينډې بدرۍ مرکه.

په درنښت
سپين غر

baleenda says:
لالا السلام عليکم
سپین غر وږمې  WIAR says:
وعليکم سلام
baleenda says:
څنګه يې؟
سپین غر وږمې  WIAR says:
خورکۍ تاسو څنګه ياست
baleenda says:
کور کې خويندې، ورونه مې څنګه دي، با با مې څنګه دی؟
سپین غر وږمې  WIAR says:
ټول د خدای رحم دې تر دې مهاله ښه دي
سپین غر وږمې  WIAR says:
ستا او ستا د کورنۍ روغتيا غواړم
baleenda says:
ښه شکر دی 
baleenda says:
د خدای رحم دی
سپین غر وږمې  WIAR says:
ما ويل چې کله وخت لرې يوه مرکه وکړو
سپین غر وږمې  WIAR says:
د مسينجر مرکو لپاره
سپین غر وږمې  WIAR says:
د ډېرو خلکو غوښتنه ده
baleenda says:
خلک به بيا شک  کوي
سپین غر وږمې  WIAR says:
خلک خو په هر څه شک کوي 
سپین غر وږمې  WIAR says:
خو زه غواړم دا لړۍ ستا په مرکه پيل کړم
baleenda says:
په سترګو هر وخت
سپین غر وږمې  WIAR says:
همدا اوس دې خوښه ده. 
baleenda says:
که ستا خوښه وي زما درسره بسم الله ده
سپین غر وږمې  WIAR says:
یوه لحظه زه راځم
سپین غر وږمې  WIAR says:
سمه ده
baleenda says:
سمه ده زه به پاڼه وکسم
سپین غر وږمې  WIAR says:
بښنه غواړم خورکۍ
baleenda says:
خدای دې وبښه
سپین غر وږمې  WIAR says:
ما هلته يو کار خلاص کړ چې د مرکې په وخت کې مو مزاحمت نه وکړي
baleenda says:
هاهاها ( خندا)
baleenda says:
زما خو زړه وارخطا دی
baleenda says:
خو مدد به راسره کوې
سپین غر وږمې  WIAR says:
بسم الله ده 
baleenda says:
بس شروع شوه
سپین غر وږمې:  WIAR says
 زه خو وايم  چې شروع يې کړو.
baleenda says:
سمه ده چې ستا خوښه ده نو زما هم درسره بسم الله ده.
سپین غر وږمې  WIAR says:
له پېژندنې نه به تېر شو ځکه ټول خلک دې له نوم سره اشنا دي. 
baleenda says:
مننه
سپین غر وږمې  WIAR says:
دا راته ووايه چې د شعر نړۍ ته کله راغلې؟
baleenda says:
که د شعر نړۍ ياده کړم نو د وړکتوبه مې له شعر سره مينه درلود يانې له هغه وخته چې کله زه وړه وم په وراڅيو ښځو پسې به مو سندرې جوړولې نو زه په دې کې ډېره تکړه وم، چې د شعر سرچينه هم غالباً له هماغه وخته شروع ده.
سپین غر وږمې  WIAR says:
ډېر ښه
baleenda says:
خو ادبي شعر ته به مې درې کاله کېږي.
سپین غر وږمې  WIAR says:
لومړی شعر مو کوم دی ؟
baleenda says:
لومړی شعر مې چې وليکه ښه راته ښکاره شو چې داسې دی: لاس به وانه خلي اندېښنې مې د تسل له شوکې. 
تر څو چې لمر راپورته نه وي د سپين غر له څوکې
baleenda says:
لا لا شته يې؟
 سپین غر وږمې  WIAR says:
بښنه غواړم
سپین غر وږمې  WIAR says:
دلته يو څه ستونزه وه
baleenda says:
ما ويل که زما کارډ بيا خراب شو
سپین غر وږمې  WIAR says:
له انترنيت سره چا اشنا کړې او پښتو پاڼو ته دې له کومې لارې لار پيدا کړه؟ 
baleenda says:
زما يوه خورلڼه چې د کورمې ايجنسۍ ده هغې مې دوه  شعرونه هېواد پاڼې ته ورکړي وو، يو يې د بهير پاڼې چې د اند لالا اولنۍ د بهير پاڼه وه هغې ته لېږل شوی و،  هلته پرې خلکو تبصرې ليکلې وې او خوښ کړی يې و، له هغې وروسته مې پښتو پاڼو ته خپل شعرونه لېږل شروع کړه چې زيات مې بیا هم هماغه خورلڼې لېږل.
سپین غر وږمې  WIAR says:
مننه
baleenda says:
ښاد شې
سپین غر وږمې  WIAR says:
کله چې ستا شعر په نيټ کې راغی خپله دې څنګه  احساس کاوه؟
baleenda says:
دا ډېره عجيبه لحظه وه .
baleenda says:
ېوه نه هېريدونکې ګړۍ وه.
سپین غر وږمې  WIAR says:
څه شی پوه نه شوم
baleenda says:
چې داسې احساس په ژوند کې دوه ځلې راته شوی و.
سپین غر وږمې  WIAR says:
ښه اوس دا راته ووايه چې ښوونځی دې تر کومه ويلی دی؟ 
baleenda says:
ښوونځی خو مې ډېر نه دی ويلی خو په دوابه کې په کور کې د مدرسې په شکل د نجونو يو ښوونځی و چې تر پنځم ټولګي پورې مې ولوست.
سپین غر وږمې  WIAR says:
ښه دا راته ووايه چې اوس هم زده کړه کوې که نه؟
baleenda says:
زده کړه خو بايد انسان په هر وخت کې وکړي خو کله چې له دوابې څخه دلته (پېښور) ته راغلو نو پرېکړه مې وکړه چې ديني زده کړه وکړم نو د قران کريم حفظ ته مې ملا وتړله او اوس د خدای فضل دی شپږ شاګردانې مې حافظانې شوې.
 سپین غر وږمې  WIAR says:
ښه نو استاده يې. 
baleenda says:
همداسې يې بوله.
سپین غر وږمې  WIAR says:
ډېره ښه. ښه دا راته ووايه کله چې ستا په اړه د خلکو سره پوښتنې پيدا شوې چې دا ښځينه شاعره نه ده تا ته څنګه ښکاريده يانې په دې وخت کې دې څه احساس کاوه؟
baleenda says:
اوس هم خلک همدې شک خوړلي دي.
baleenda says:
اول وخت راته ډېره ګرانه تمامه شوه او پرېکړه مې وکړه چې نه نور شعر ليکم او نه يې بيا نوم اخلم همدا لامل و چې خپل ډېر شعرونه مې وسوځول چې ډېر لوی زيان مې ځان ته واړولو.
baleenda says:
بيا اند لالا او ډېرو نورو خويندو راته وويل چې شعر وليکم نو خدای دې دوی ښاد او خوښ لري. 
سپین غر وږمې  WIAR says:
ستا د شعر الهام د کوم ځای نه وي؟ 
سپین غر وږمې  WIAR says:
یانې ته چې شعر ليکی الهام يې له څه شي اخلې؟ 
baleenda says:
ښه ښه
baleenda says:
زه خو په کور کې بنده يم نو کله چې په راديو کې مشاعره واورم ، يا کومه پېښه وګورم او يا حالات  خو يوه بهانه د شعر ليکلو ته جوړه شي. داسې شعرونه مې شته چې کلونه وشول لا نيمګړي دي خو داسې وخت هم وي چې روغ غزل يا نظم مې ذهن ته راشي او يوازې ليکلو ته اړتيا ولري.
سپین غر وږمې  WIAR says:
ستا په شعرونو کې انقلابي رنګ ډېر زيات دی لامل يې څه شی دی ؟
 baleenda says:
زما په اند شعر بايد وي داسې چې يو څه يې پر اوږو بار وي، د انقلاب وخت دی نو که زما هم کوم شعر کې انقلابي رنګ وي هغه به مې د ننۍ معاشرې او حالاتو نه الهام اخيستي وي. او زما په اند اوس بیا موږ ته ضرورت دی چې انقلابي شعرونه وليکو تر څو انقلاب راژوندی کړي.  
سپین غر وږمې  WIAR says:
ستا په اوسنيو شعرونو کې خلک ځانمرګي بريديونو ته تشويق شوي ستا په اند دا ښه کار دی؟
baleenda says:
لکه کوم بيت 
baleenda says:
ځکه ما په هر بیت کې هڅه کړې چې یو راز په کې ځای کړم
سپین غر وږمې  WIAR says:
لکه بمونه يې ملا پورې تړلي وي يا نور داسې ډېر ځايونو کې
baleenda says:
خدای شته زه د وطن بچۍ يم او په وطن کې اوسني حالات د زغملو نه دي، زما په اند بله لاره نه شته. 
سپین غر وږمې  WIAR says:
زما په اند شاعر خو عاطفي مخلوق دی هغه څنګه خلک وينو بهولو ته رابولي او بيا په دې بمونو کې خو ټول بې ګنا خلک له منځه ځي ستاسو نظر څه دی؟
baleenda says:
لږ څه جدي ----- بې ګنا خلک پرنګيان وژني بې عزته او ذليل  کوي يې، ډله ييز بمبارد کوي وژني يې، د خويندو عزتونه لوټي، زما په اند خو يو پاڅون ته اړتيا شته او کوم خلک چې افغانان دي بايد د نني حالت په مقابل کې پاڅېږي او انقلاب راولي. 
سپین غر وږمې  WIAR says:
ښه په دې اړه بيا زه او ته یوازې خبرې کوو زما او ستا مرکه بې خونده کوي
baleenda says:
ډېره غوصه راغلې وه ښه شوه چې دا موضوع دې پرېښوده هاهاهاهاها
سپین غر وږمې  WIAR says:
ښه اوس راته دا ووايه چې هغه خلک چې تا د يوې ښځينه شاعرې په حيث نه قبلوي څه ويل ورته غواړې؟ 
baleenda says:
ډېر څه؟
baleenda says: 
چې هر پيغام مې بيلو بېلو ډلو او خلکو ته دی.
baleenda says:
شاعرانو ته وايم
سپین غر وږمې  WIAR says:
زما اند په شاعرانو ته يې ووايه
baleenda says:
زه دوی ته وايم که يوه خور تاسو سره په غونډو کې ګډون ونه کړي ولې يې تاسو د يوې خور په نامه نه قبلوی ولې غواړی چې ټولې خويندې  چې د شعر سره علاقه لري له کوره ووځي، يا په دې کې څه دلچسپي لری چې يوه  ښځينه شاعره دې تاسو سره په غونډو کې  حتماً کينې که نه بې له دې يې د شاعرې په نامه د شاعر په نامه پېژنی. زما په اند خو دا د پښتنو لپاره د شرم خبره ده چې له خپله خور دې ته هڅوي او مجبوروي چې له کوره ووځي او د سړيو سره څنګ په څنګ په غونډو او مشاعرو کې ګډون وکړي.
 baleenda says:
نو که دوی ما همدا سې مني که نه مني خو ددوی د غوښتنې له مخې نه شم کولای چې زه ځان ثابت کړم چې زه يوه خور يم که ورور .
baleenda says:
زه کولای شم چې دوی ته ځان ثابت کړم خو اوس نه. بل وخت
baleenda says:
خو لالا دا موضوع دې اوس وي بيا بل وخت به یې ګورو.
سپین غر وږمې  WIAR says:
سمه ده
سپین غر وږمې  WIAR says:
دا راته ووايه چې د شعر د ليکلو په وخت کې دې د له چانه نه مرسته غوښتې که نه يا نې څوک داسې وو چې تاته لارښوونه وکړي ؟
baleenda says:
هو
 baleenda says:
زه راځم
baleenda says:
وبښه
سپین غر وږمې  WIAR says:
خدای دې وبښه
baleenda says:
امين تاسې سره
baleenda says:
ښه
 baleenda says:
چې په هغوی کې دويم کس اند لالا دی
سپین غر وږمې  WIAR says:
او اول څوک دی ؟
baleenda says:
هغه څوک چې زه يې د شعر ويلو ته تشويق کړې یم.
سپین غر وږمې  WIAR says:
يانې ؟
سپین غر وږمې  WIAR says:
يانې څوک؟ 
baleenda says:
زما د ژوند ملګری ، چې زه يې خپل پير بولم
سپین غر وږمې  WIAR says:
مننه ، اوس دا راته ووايه چې په پښتنو شاعرانو کې د چا د شعرونو سره زياته علاقه لري؟
baleenda says:
د ټولو سره چې ښه شعر  وي
baleenda says:
يا به بله معنا هر نوي شعر سره چې ښه پيغام او معنا ولري او نوښت په کې شوی وي. 
سپین غر وږمې  WIAR says:
پوه شوم
سپین غر وږمې  WIAR says:
خو ما د شاعر په اړه پوښتنه وکړه
baleenda says:
وبښه
baleenda says:
ما ويل که شعر ښيې
baleenda says:
ما خو مخکې وويل چې زما هر ښه شعر خوښېږي خو بیا هم يو څو شاعران مې ډېر خوښېږي ........
سپین غر وږمې  WIAR says:
دهغوی نومونه راته راخيستلای شې؟
baleenda says:
که ووایم چې د هغوی شعرونه مې خوښ دي نو کومه نوې خبره به نه وي، ځکه د هغوی شعرونه د هر چا خوښېږي.
سپین غر وږمې  WIAR says:
خبره پوره نه شوه
baleenda says:
پوښتنه بيا وکړه
سپین غر وږمې  WIAR says:
ما ويل په دغه شاعرانو کې څوک راځي که نومونه يې راته واخلې؟
baleenda says:
مننه
baleenda says:
په ژونديو شاعرانو کې د اند لالا چې ډېره مرسته يې راسره کړې او شاعرې مې يې ډېره خوښه ده، کاروان لالا، د درويش صيب او د پسرلي بابا نومونه اخيستلای شم چې خدای دې ورته ډېر عمر ورکړي.
baleenda says:
او په خدای بښلو کې
baleenda says:
د خوشال بابا، حمزه بابا او قلندر صيب نومونه اخيستلای شم.
سپین غر وږمې  WIAR says:
مننه خورکۍ
سپین غر وږمې  WIAR says:
ستا په اند ښه شعر کوم شعر دی ؟
baleenda says:
زما په اند ښه شعر هغه دی چې نوی خيال ولري، موضوع يې نوې وي، انځورنه ولري داسې انځورونه چې لوستونکی له ځان سره هغه ځای ته بوځي کوم چې د شاعر موخه وي، که رقيب او جانان په کې نه وي ذکر شوی څه پروا نه  کوي خو شعر بايد يو څه له ځان سره ولري او ټولنې ته يو پيغام ورسوي. نو دغه شعر کې انقلابي وي، که فلسفي وي  او که عرفاني وي هر رنګ چې وي، ښه شعر دی.
سپین غر وږمې  WIAR says:
مننه
سپین غر وږمې  WIAR says:
په اوسني وخت کې د پښتو شعر ته په کومه سترګه ګورې؟
baleenda says:
لکه د کوم پلوه ؟
baleenda says:
د قوت، که سيالې او که د شمېر؟
سپین غر وږمې  WIAR says:
په عمومي بڼه د پښتو شعر څنګه ارزوی؟
baleenda says:
خدای دې يې له نورو ژبو سره سيال کړي خو که دا حال وي، کوم چې د شاعرانو تر منځ روان دی دا نفاق، کرکې، شکونه ، دا بې ځايه غرور او  دا بې ځايه غوړه مالي نو څه به ووايم چې دوه قدمه به هم مخکې لاړ نه شي.
baleenda says:
خو که مينه، اتفاق، ورورولي، يو بل ته اخترام او تشويق منځته راشي نو بيا د هيچا نه هم کم نه يو.
سپین غر وږمې  WIAR says:
مننه
سپین غر وږمې  WIAR says:
هغه خويندې چې غواړي شعر وليکي څه ويل ورته لرې لرې؟
baleenda says:
شعر دې وليکي،  ښه شعر دې وليکي د لايقه شاعرانو شعرونه دې ولولي خو نه دې شعر نشروي او نه دې چاته وايي.
baleenda says:
بريښنا پاڼو ته دې نه استوي. او که چېرته غواړي شعر يې نشر شي نو بيا دې غونډو او مشاعرو ته ځي که نه ورونه يې بيا د یوې شاعرې خور په نامه نه قبلوي. 
baleenda says:
ځکه که لږ ښه شعر وليکي نو بيا يې ورسره ورونه نه مني ځکه چې هغه خويندې کومې چې له کوره د وتلو اراده نه لري او شعر ليکي زموږ پښتانه شاعران هغوی د شاعرې په نامه نه شي زغملی. اوس زموږ فرهنګي ناستې په ډېرو بدرنګو خلکو ډکې شوي دي.
سپین غر وږمې WIAR says:
که د خپل ايډيال په اړه راته ووايي چې ستا ايډيال څه شی ؟
baleenda says:
ايډيال مې د ژوند ملګری دی ، چې زه يې محمد بن قاسم بولم 
سپین غر وږمې  WIAR says:
که د خپلې خوښې د ځای په اړه راته ووايي چې کوم ځای دې ډېر خوښېږي؟
baleenda says:
د خوښې ځای
baleenda says:
؟
سپین غر وږمې  WIAR says:
هو
baleenda says:
مدينه منوره او خپل اريوب ( ځاځي)
سپین غر وږمې  WIAR says:
ستا په اند شعر د ژبې په پرمختګ کې څومره رول لوبوي؟ :
baleenda says:
ډېر!!!!!
baleenda says:
د هرې ژبې خزانه د هغې ژبې شعر دی.
سپین غر وږمې  WIAR says:
دا راته ووايه چې ته به خپلې شاعرۍ ته د تېر په څېر دوام ورکوې که نه ؟
baleenda says:
ما چې کله د زاڼې په نوم شعر وليکلو نو د شعر ويلو سره مې خدای په امانې وکړه. خو د شعر ښاپيري مې راباندې زورر دي چې اوس مې نه پرېږدي اوس زما او د هغوی ترمنځ ډېره کلکه رشته ده، زه يې هم نه خفه کولی شم او نه يې شړلای شم . 
baleenda says:
که نه خو چې  زموږ د شاعرانو ورونو دا حال وي خو چې ويې نه ليکم ښه به وي. 

 سپین غر وږمې:  WIAR says
زما هم درنه د يو ورور په صفت همدا غوښتنه ده، چې ته بايد شعر وليکي ځکه پښتو شعر تاته اړتيا لري او دا اړتيا يې بايد پوره کړې.
baleenda says:
خدای دې ماته دومره توان راکړي چې زه  پښتو ژبې ته خدمت وکړم خو که شاعران وروونه مې پرېږدي.
سپین غر وږمې  WIAR says:
هر څوک به خپل کار کوي
baleenda says:
زه هم ترې د تشويق تمه نه لرم خو دا بې ځايه شکونه دې هم نه کوي.
سپین غر وږمې  WIAR says:
بده خو به نه وي که اوس يو څو شخصي پوښتنې وکړم.
baleenda says:
نه ولې چې د ځواب وړ وي زه ورته ځواب وايم.
سپین غر وږمې  WIAR says:
د خپلې کورنۍ سره د کور په کارونو کې مرسته کوې؟
baleenda says:
نه !!
سپین غر وږمې  WIAR says:
ولې ؟
baleenda says:
ځکه چې ټول کارونه زه په يوازې ځان خپله کوم او بل څوک نه شته چې زه ورسره مرسته وکړم، خو مور مې کله کله له ماسره مرسته کوي.
سپین غر وږمې  WIAR says:
په خوراکونو کې څه شی ښه پخولای شې؟ 
baleenda says:
دا خو ډېره اسانه پوښتنه ده، هر څه.
سپین غر وږمې  WIAR says:
څه شي سره ډېره علاقه لرې چې پوخ يې کړې؟
baleenda says:
بينډۍ( ليړو) کيک او کړايي.
سپین غر وږمې  WIAR says:
ډېر ښه زه دې وږی کړم.
سپین غر وږمې  WIAR says:
که د عمر په اړه درنه پوښتنه وکړه بده خو نه ده
baleenda says:
نه ولې به وي
سپین غر وږمې  WIAR says:
ستاسې عمر څومره دی؟
baleenda says:
په راروانه مياشت کې به انشاءالله د ۱۷ کالو پوره شم
سپین غر وږمې  WIAR says:
بيا خو به کاليزه لمانځې
baleenda says:
په موږ کې د سالګرې او کاليزې  رواج نه شته.
سپین غر وږمې  WIAR says:
موږ يې هم نه لرو خو ځينو خلک دا شيان لمانځي. 
سپین غر وږمې  WIAR says:
د ژوند خوږه خاطره که راته ووايي
baleenda says:
هره ورځ او شېبه چې په خير او خوښۍ تېره شي ښه خاطره ده خو زما د ژوند خوږه خاطره هغه شېبه  وه کله چې ما د قران عظيم الشان حفظ تکميل کړ. 
سپین غر وږمې  WIAR says:
او بده ؟
baleenda says:
الحمدالله نه يې لرم، د خدای نه ډېره راضي يم.
سپین غر وږمې  WIAR says:
مننه
سپین غر وږمې  WIAR says:
هر انسان به خپل ژوند کې یو ارمان لري که راته د خپل ژوند ارمان ووايي؟
baleenda says:
زما د ژوند ارمان ډېر لوی دی، زه فکر کوم چې ډېر خلک به يې منل څه چې اوريدلو ته هم تيار نه وي، نه پوهېږم چې تاسو به يې هم راسره ومنی که نه.  
سپین غر وږمې  WIAR says:
نه ولې نه
سپین غر وږمې  WIAR says:
ارمان بايد لوی وي
baleenda says:
زما ارمان دادی چې د خدای په لاره کې د جنګ په ډګر کې شهيده شم، چې هره شېبه او هر ساعت د همدې په تمه يم او کله کله په دې نيت خپل وطن اريوب ته هم ځم چې ګوندې دا ارمان مې پوره شي خو نه پوهېږم چې خدای ته به کله منظوره وي خو خدای دې پوره کړي.
سپین غر وږمې  WIAR says:
مننه خورکۍ چې خپل وخت دې مرکې ته ځانګړی کړ.
baleenda says:
ستانه هم مننه چې دومره تکليف دې وويسته.
سپین غر وږمې  WIAR says:
په خدای دې سپارم
baleenda says:
تاسو ته هم خوشاله ژوند غواړم خويندو ته مې سلامونه کوه.