وازه خوله پاتې اسمان ؤ چې نه تا څه وې نه ما
هر یو ستوری هم حیران ؤ چې نه تا څه وې نه ماد کالونو پس یو ځای شوو بیا تر عمره به جدا وو
وخت هم ځکه په لړزان ؤ چې نه تا څه وې نه ماتا له ما د اظهار طمه.....ما له تا داظهار طمه
څه عجیب شان امتحان ؤ چې نه تا څه وې نه ماتش مو زړونه په درزا وو چې ېې ټول خلک بیدار کړل
له حد وتی بل امکان ؤ چې نه تا څه وې نه مایا د نوي ژوندون پیل و ښکلول سره شیبو مو
یا په تلو د ژوند کاروان ؤ ...چې نه تا څه وې نه ما