ډالۍ
مورته مې چې د عظمت او استقامت غونډۍ وه

خدايه! چې زه څومره بد مرغه يمه
ډزې، جګړه، ژړا او زه سره په يو ځای پيدا
ما مې تر پايه د خوږې مورکۍ په سرو سترګو کې
چېرې څپه د خوښۍ ونه لېده
ان چې زلمی شوم او هغه خوارکۍ هم مړه شوه
خو مايې شونډو کې يو ځل د خندا ونه څاره
مور مې ټول عمر ژړل
مور مې نړۍ د خپلو اوښکو له هندارو لېده
مور مې ټول عمر له ژړا سره وه مينه کړې
اوس چې له ځان سره يوازې شم له ځانه پوښتم
چې ايا ټولې ميندې
ها چې زموږ ددې سپېرې خاورې په سر اوسېږي
له اوښکو جوړې دي  ژړا پورې ژوند تړلی ؟
کنه يوازې زما مور  خوارکۍ
په اوښکو اوښکو او په ډېرې ژړا ځان وواژه !!