ما د( ادم) غیرت او ننګ خوښیږي
چا به ېې بیا، د رباب شرنګ خوښیږي
زه هان له ( بدره) دوښمنان ېې ګڼم
هو،، ما هر ځای ورسره جنګ خوښیږي
تا آزادي په غلامۍ کې خوښه
خو ما بری په وینو رنګ خوښیږي
تا به قیصې د سکندر یادې وي
ما د( قاسم) د تورې شرنګ خوښیږي
مامې اوس غاړه کې پنځ ډزی خوښ دی
تا به په غاړه کې لونګ خوښیږي
زه د( ایوب) او د ( خوشحال) په طرف
ستا به شجاع ، تیمور لنګ خوښیږي
زه خو دوعا کوم د( غرو ژڼو) ته
په ما ېې څه! که ستا پیرنګ خوښیږي
د هر چا خپله خپله خوښه ده نو
د چا به دښت ، د چا سګړنګ خوښیږي
09.07.2007
- wiar
افغان له علمه او هنر پاتــــــــــــــــې دیځکه دژوند له هر ثمر پاتــــــــــــــې دی
له ړنګوکلیو نه آواز رادرومـــــــــــــــيښکاري کوم کلي کې لاسرپاتــــې دی
یووروریې ستړی دی له جنګ جــدلهدبل په لاس کې یې خنجرپاتــــــې دی
دیوه اوږده سفره وروستـــــــــــــه لا هم لاتر منزله...
22.07.2007
- wiar
په يو ښكلي دوه پوړيزه كور كې يوازې يوه ښځه د خپلو بچيانو سره ويده وه، لاندې پوړ خالي ؤ، پاسنې پوړ په يوې كوټې كې د همدې ښځې دوه زامن چې يو د نهو كالو ؤ، بل يې د اتو كالو په عمر كې ؤ، دواړه په درانه خوب ويده و.د همدې كوټې ترڅنګ په بله كوټه كې همدا ښځه او سره د يوې كوچنۍ لور چې عمر يې دري كاله ؤ، په يو پالنګ كې ويده ول.دوي ټول ښه پوره د خوب په نشه كې ډوب شوي ؤ او د شپي دولس نيمې بجي وي.لانديني پوړ كې يو ډير تكړه او چالاكه غل راننوتى، ټول سر يې په نقاب كې پټ دى، په دې تور نقاب...