افغان له علمه او هنر پاتــــــــــــــــې دی
ځکه دژوند له هر ثمر پاتــــــــــــــې دی
له ړنګوکلیو نه آواز رادرومـــــــــــــــي
ښکاري کوم کلي کې لاسرپاتــــې دی
یووروریې ستړی دی له جنګ جــدله
دبل په لاس کې یې خنجرپاتــــــې دی
دیوه اوږده سفره وروستـــــــــــــه لا هم
لاتر منزله اوږد سفرپاتــــــــــــــــې دی
همسیاء ځکه دی حیران بختیــــــــاره
دهمسیاء یې روغ ټبرپاتـــــــــــــــې دی
سعودي عرب تبوک
۲۰۰۷/۷/۴
05.07.2007
- wiar
دا ويرونه ماتمونه دغه تور تور ماښامونهدژړانه ډکې سترګې دادغم نه ډک وختونهدغه سوې سوې زړونه دځوانانو دا لوونهدادميندو فريادونه دناويانو ارمانونه***دجنګونونه په کرکه دا ناره زه په باربار کړموير ځپلي پښتنو ته زه دسولې انتظار کړم***دتنکي ځوانانو لوو دی جنازی دی راروانیدرپه در پښتنې ګرځي تلوسی دي را روانیناپوهي دخود غرضو نه ګيلې دي راروانیدقدرت مسابقو کې توری شپی دي راروانی***هر صبا په هديرو کې ستړي زړونه نا قرار کړم وير ځپلي پښتنو ته زه دسول...
09.07.2007
- wiar
ما د( ادم) غیرت او ننګ خوښیږيچا به ېې بیا، د رباب شرنګ خوښیږي
زه هان له ( بدره) دوښمنان ېې ګڼمهو،، ما هر ځای ورسره جنګ خوښیږي
تا آزادي په غلامۍ کې خوښهخو ما بری په وینو رنګ خوښیږي
تا به قیصې د سکندر یادې ويما د( قاسم) د تورې ...