داسې خالي خو د ښايست له زورورو نه و
د چينارو کلی خو بې له سترګورو نه و

چې دا کوچۍ څنګه سپېرې شونډې را کوزه شوله!
سپين غر خو داسې بې مماڼو بې ګور ګورو نه و

ها څانګې ، څانګې، لختې، لختې  نجونې نه شته کنه
دا مازيګر خو بې ټپو او بې سندرو  نه و

هغه ترې توره د دښمن په ټټر ونېوله
خو خوند يې خوا کې د خورو ورو ملګرو نه و

انده! راغه سږ کال غاټول ګلان  ونه ټوکول
د رود پر غاړه شور د زرکو د تنزرو نه و