خير دى کــــــه خپور د ظلم دام دى چاته مه وايه څه
پام کــــــــــــوه دا کلى بد نام دى چـــــــاته مه وايه څه
د وخت ساقي له کاسې لاندې نېم کــــــــاسه نېولې
لاس کـــې يې ستا د وينو جــام دى چاته مه وايه څه
دلته رقيب د هر مين په زړګــــــــــــي لــوبې کـــــــــوي
داسې عمل خـــــــو دلته عـــــــام دى چاته مه وايه څه
دلـــته رڼا او مشا لــــــونه دي د زور د خــــــــــــــــــــاوند
ستا په نصيب کـــــه تور ماښام دى چــاته مه وايه څه
دا څــــــو غټ خيټي کـــــه په تا څـــومره نادودې کوي
هر څـــــــــه منه دلته ناکــــــــام دى چــــــــاته مه وايه څه
د وخت تيارې به دې جـــــــونګړه کـې غويمنډې کوي
دلته د خــــــــوارو دا انجـــــــــام دى چــــاته مه وايه څه
تور ته به سپين ،سپين ته به تور وايې ددوي په خوښه
د حـــــــــــــــق ويل دلته اعـــــــــــــدام دى چاته مه وايه څه
ساده زړګيه ځــــــــــــــــه له دې کلــــــــي نه کــــــــــــډه وکړه
دلته ړندو سره زمـــــــام دى چــــــــــــــــاته مـــــــه وايه څه
دلته به ســـــــــوځـــــــې لکه شمع د خـــــــــپل تن په وينو
کــــــــه نه نو ژوند دې بس ناکــــام دى چاته مه وايه څه
ه
ته به خندا کــــړې که دې دوى غــوښې پر اورسوځوي
داسې قـــــــانون ددغـــــه قام دى چــــــــاته مــه وايه څه
شف شف کــــوه خو شفتالو ته دې خوله جوړه نه کړې
ډک لــــــه له ازغيو کــــه هر ګــــام دى چاته مه وايه څه
نصرته هســـــــــــــــې به په تورو بلاګـــــــــــــــانو واوړې
ډک له خـــــــــــطره دې پيغام دى چــــــــــــاته مه وايه څه
امان الله نصرت