په دښتو د مکې رنګين ګلونه وريدل
پيدا چي محمد (ص) شو رحمتونه وريدل
فضا شوه مينه _مينه کائنات نغمه _ نغمه شول
وږمې په نڅيدو شولې رنګونه وريدل
په لارو په کوڅو کي کول وړانګو اتڼونه
هر خوا د رڼو ستورو بارانونه وريدل
خورې شوې ځلاګاني د غوټيو اننګو کي
له هسکه د ايمان دنور موجونه وريدل
د ژوند په مناروکيې د توحيد نارې خورې شوې
د حق د رڼاګانو مشالونه ورېدل
د ستري امنې د زړه ټوټه راغله دنيا ته
نړۍ باندي سپرلي_ سپرلي وختونه وريدل
نصرته د ژوندون ځولۍ شوه ډکه له ګلونو
هر خوا شوه مينه مينه الفتونه وريدل
19.05.2008
- wiar
خير دى کــــــه خپور د ظلم دام دى چاته مه وايه څهپام کــــــــــــوه دا کلى بد نام دى چـــــــاته مه وايه څه
د وخت ساقي له کاسې لاندې نېم کــــــــاسه نېولېلاس کـــې يې ستا د وينو جــام دى چاته مه وايه څه
دلته رقيب د هر مين په زړګــــــــــــي لــوبې کـــــــــويداسې عمل خـــــــو دلته عـــــــام دى چاته مه وايه څه
دلـــته رڼا او مشا...
29.05.2008
- wiar
راليږونکی :امان الله نصرتد راليږونکي پته :hewad_kabul@yahoo.comنيټه : 28-05-2008
د ګلونو پړاو
که رقيب مې نه صبريږي له کړاوهتير به نه شم ستا د مينې له تړاوهدا مې پريکړه دا مې ژبه دا سوګند دىلاس به وانخلم د ګلو له پړاوه
څلوريځېغليم زمونږ په وينو رنګ کړل کليپه ډير وحشت يې ړنګ و بنګ کړل کلياوس به بدل ترينه د وينو اخلمچې يې تبا راته په جنګ کړل کلي...