ستـــــــا يادونه مې يادېږي خـــــــــــو ته نه يي
لا غمونه مـــــــــــې زياتېږي خــــــــــــو ته نه يي

چې ته وې هـــــــــــلته دې قــــــــــدر پر ما كم وو
اوس چې زړه زمــــــــــــــا ځورېږي خو ته نه يې

چې سحر ماښام مې دواړه وو ستا څنګ تې
ســـــــــــــــحر كېږي مـــــــــاښام كېږي خو ته يې

تا ويل بيا به دې زه وكــــــــــــــــــــــــــړم پوښتنه
انتظار زمـــــــــــــــــــــــــــــا زياتېږي خو ته نه يې

زمـــــــا خيال كــــــــې ستا يادونه دې كرځېږي
تن مې بله لــــــــــــمبه كېږي خـــــــــــــــــو ته نه يې

د غـــــرقاب غزل ښايسته ګلچين جوړېږي
چې ستـــــــــــــا غوږ ته نه رسېږي خــــو ته نه يې .