دغرقاب په ویرڅوکرښې داودعربزی
ټکې شوې ټسکې شوې سوراوربلې لمبې شوې
خـاونده رامـددشې سورتنورتـه وړکي لاړل
پـه غرونوپه رغـونوکښته پورته وړکي لاړل
غـرقابه ! بیاجګړه شوه دره نورته وړکي لاړل
صفت الله غرقاب
داڅلویزه دځوان شاعرد پښتوادب خوږ ژبي شاعر او د ادبي بنډارونومالګه ، ځواني مرګ صفت الله غرقاب ده غرقاب ته خدای ډېره ښه شعري پوه ورکړې وه چې اوس ددوستانو ترمنځ نه شته اوله دې فاني نړۍ یې سترګې پټې کړې
انالله واناالیه راجعون .
غرقاب صیب به دژوندپه وروستیوشېبوکې داټپه ډېره له ځان سره ویلې وي چې:
مرګیه دومره صبروکړه
یومې ځواني ده بل مې ډېردي ارمانونه
زه هم دارواښاد د مړینې دیوه ویرجن په توګه دپاڼې داڅوکرښې توروم. پاک الله دې هغه ته جنتونه ورکړي
امین
ترکومه ځایه چې ماته څرګنده ده پورته څلوریځه غرقاب صیب هغه مهال ویلی و کله چې دننګرهارپه دره نور ولسوالۍ کې سخته جګړه وه اودده ډېرنږدې ملګري هم پکې وو نوموړي دزړه له درده داڅوبیتونه وویل خوداداسې بیتونه وچې ارواښادته یې دنوروشاعرانوترمنځ لوی شهرت ورپه برخه کړ نوموړي په دریځ دشعرویلو داسې اندازلاره چې دبرخوالوپام به یې ضرورخپل لورته رااړوه په دې کې هېڅ شک نه ؤ ترکوم وخته به چې دغرقاب دشعر لمبرنه ورارسېدلی ترهغه وخته به دشاعرانو
احساسات ساړه و
- څوورڅې وړاندې مې په شمشادټلویژن کې دارواښاد غرقاب دځوی ثناءالله سره ولیدل خدای شته دغرقاب صیب موسره ډېریاد وکړ. ثناءالله راته دپلارد تېر څوکلن ژوند داستان داسې ووایه چې زه یې ډېرودردولم. داسې چې ما یې هېڅکله تصورهم نه شوکولای. خیردثناءالله وراره نه مې دغرقاب صیب لمبر واخست هرورځ مې په زړه کې همداکرل ریبل کول چې نن به ورته زنګ وهم اوسبابه ورته زنګ وهم خودژوند دکارونونه خلاصی نه وي له ځان سره مې فکروکړچې هسې هم په ستونزوکې راګېردی ځه چې لږاوزګارشم نوښه په خلاص زړه به ورسره اوږده مرکه ورسره وکړم اوډاډبه هم ورکړم خوبس
منزل لرې لاره ورانه ته هم ستړی زه هم ستړی
څه دې خوښه ده ارمانه ته هم ستړی زه هم ستړی
دروېش درانی
ترکومه بریده چې دارواښاد غرقاب له ستونزمن ژوندنه خبرشوم رښتیاچې په یوازې ځان دیوه انسان دتوانه وتلې ستونزې وې هروخت به مې په زړه کې همداویل چې یره دداډول ستونزوګاللولپاره یوکلک زړه اوپیاوړې تنه پکاروي نه دغرقاب خوارکي په څېرخولکه چې رنځونواووټیزوستونزو بېچارګی یواځې لیدلی وو نوځکه یې پرې صرفه ونه کړه اودمرګ تر کومې یې ورورسوؤ
په زړه کې مې داکرل رېبل دتېرو اتویالسو ورځوراپه دې خواکوم چې نن یولسمه ورځ مې دبل یوه ملګري اجمل اند په (چینه) ویب بلاک دلومړي ځل لپاره ...اوغرقاب هم ولاړ سرلیک باندې سترګې ښخې شوې .
داندصیب لیکلی پیغام مې ترپایه داسې ولوست چې سترګې مې له اوښکوډکې شوې ماوې داښه شوه چې اندصیب له پراګ نه مونږدوستان په کابل کې دیوه ملګري له مړینې خبروي په داسې حال کې چې مونږورته له اندصیب نه په څوکیلومترۍ کې پراته یو. تاسې باوروکړئ چې ډېر ودردېدم دومره لکه څوک چې زماپه اوږو دټولې نړۍ شته غمونه رابارکړي
پکارخوداسې وه چې دارواښادسره په دارودرملواونوروورته ستونزوکې خپلوملګرولاس مټ کړی وی خوله چاګیله وکړوتربل هرچالومړی زه خپله په دې ګرم یم چې ماونه شوکړی خپل نږدې دوست غرقاب صیب (چې اوس به یې له نامه سره ارواښادهم ورزیاتوم) له نږدې وګورم اومرسته ورسره وکړم نونوربه له چاګیله وکړم
خدای دې غرقاب په رحمتونوکې غرق کړي اودده زوي ثناءالله جان ته دې خدای په دې واړه ځان دزړه صبرورکړي
امین
دخیاله کوږپه لارې مه ځه
مرګ راپسې دی کاږه ژرژرسموینه
داود عربزی