خود به وي وران پسې زمونږه ددې زړونو کلي
چې ګــــــرځوي ځان سره دوي د ښايستونو کلي

تړاو خو خــــامخــــا لري ښــــکلي د ستورو سره
په دوي ودان دي ددې ځمکې اسمانونو کلـــــي

راځئ اسمان ته لاره جوړه کړو سپوږمۍ راولو
رڼا رڼا به کـــــړو دا خپل د تورو غـــــــــرونو کلي

خـــــــوا ته  ئې ورشمه لـــــــه وېرې څـه ونه وايمه
جـــــوړ کړي وران کـــــړمه د زړه د امېدونو کلــــي

چـــــې زه دې نوم واخــــــلمه ته راته جانان ووائې
هــــــــلته به جوړ شي دا زمـــــا د ارمــــــانونو کلي

ای ګلستانه ديار شـــــــونډې د کـــــــوثر اوبه دي
لــــــري په سترګو کـــــې جـــانان د قيامتونو کلي