دکندهارنه عارف بختیارسلامو نه وومنئ د مکې کلیوالې یو شعر درلیږم امید لرم چې راته خپور يې کړئ.

دجانان به لټون

خدايه چېرې به پيدا هغه جـــــــانان کــــړم
چــــــې دسوي زړه حــــــالت ورته بيان کړم

لابه څــــــــود نفرتو دنيا کــــــــــــې اوســـــم
چې مې ياررانه جدا دى څوک دځان کړم

تر وروستۍ سلګي به ستــــامينه پالمه
زمــــــــاګرانه درسره دغه پيمان كـــــــــــړم

مــــــــــاټاکلى ورته خپل ژوندنزرانه  دى
ګل ځــــــواني به تر ګلرنګه يارقربان کړم

چــــــــې زخمونه اودردونه يې راکــــــــړي
بس هغه زمــــاطبيب دى پرې درمان کړم

که څپوراوړل ښايسته دســـــاحل غېږته
په وصلت به يې  تنده مـاته دهجران کړم