زياتي ستړى يم څه بله چاره ګـــــــــــــــورم
لــــــــــــــــــــــه دې ښارنه د وتلو لاره ګورم

دوى چيلـــم او مازيګر ته اوزګار نه دي
چېرې ځان غوندې يو بل بې كاره ګورم

چې يو رود وي، يو څو ونې  او بـل زه يم
د غـــــــره غاړه كــې يو داسې ګـــاره ګورم

لږ وار وكړه كـه بنګ بوټي را پاخــــه شي
يو څــــــــو ورځې ورته نور خوماره ګورم

زه چــــې تاته مخــــــامخ شمه ځـــان وينم
زه دې ټنډه كــــــــې رڼه هېنداره ګـــــــورم

ښــه پوهېږم تقدس مــــې رانه اخـــــــــــلي
نو تر څـــــــو به ورتاه داسې ياره ګـــــورم

ددې خاورې په سپېڅلې نوم مې وژنې
دا چې لاره په ځير ځير تر داره ګــــــــورم