راليږونکی :dr hassan
د راليږونکي پته :hassandoctor2000@yahoo.com
نيټه : 28-03-2009
غزل
لکه لمرنظر مې یوسي په حجاب د پلوشو کې
عجیبه پرده پوشي ده دوصال په تماشو کې
زړه مې مات نه کړې جانانه ، محبت به مې سیواشي
لکه خورچې دچاعکس شي دهندارې په ټوټوکې
چې دتادزلمي حسن ،حق ادا شي پکې یاره
بیا دې زما ځواني شي خاورې دحسرت په هدیرو کې
په فطرت کې وي سپیڅلی ،چا پیریال سړی خیرن کړي
د چینې رڼې اوبه شي خړي پړي په ویالو کې
پیغلې څړیکې مې دخوږ زړه،ستا دحسن سوبت غواړي
دالفت سندرې وایي دزخمونو په کوڅوکې
اجنبي به ورته ښکارې،ګوره ورنه شې (حسنه)
بهرني سپي به دې وخوري دکابل په دروازوکې
28.03.2009
- wiar
راليږونکی :jalalد راليږونکي پته :jalalamarkhil@yahoo.comنيټه : 24-03-2009
غزل
دا چې درګرده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه د زړه له درده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه
د عشق هندارې خړوي ، د هوس باد را الوتی له دغې ګرده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه
هغه غله سترګې بيا راغلې ده ، لږ پام په کار دی هغه بهر ده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه
قاتلې ! کوم ساده د لمر په وړانګو پرخه سپاري ؟ ته يې نامرده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه...
29.03.2009
- wiar
راليږونکی :زرلښته حفيظد راليږونکي پته :zarlasht_4@hotmail.comنيټه : 28-03-2009
زرلښته حفيظراشه ننګرهارتهراشه ننګرهارته چې ګلان درته ډالۍکړمهباغ دنارنج ګل نه ارغون درته ډالۍکړمه
داخو دژوندی طاقت ژوندي اولسوکوردیسوله يو ارمان د باچا خان درته ډالې کړمه
دلته ملنګ جان دوطن عشق ملنګي کړیمينه دوطن ننګ دافغان درته ډالۍ کړمه
دلته د حمزه دمينې ښکلې کتاب ولولهراشه دالفت دشعر ديوان درته ډالۍ کړمه
دلته دميرويس اوابدالي دننګ بچي اوسي...