راليږونکی :jalal
د راليږونکي پته :jalalamarkhil@yahoo.com
نيټه : 24-03-2009
غزل
دا چې درګرده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه
د زړه له درده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه
د عشق هندارې خړوي ، د هوس باد را الوتی
له دغې ګرده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه
هغه غله سترګې بيا راغلې ده ، لږ پام په کار دی
هغه بهر ده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه
قاتلې ! کوم ساده د لمر په وړانګو پرخه سپاري ؟
ته يې نامرده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه
داسې بې واره چې راګورې ، نو څه چل خو شته دی
ځکه په زغرده ، زه په زړه باندې لاسونه ږدمه
جلال امرخېل
24.03.2009
- wiar
راليږونکی :Gulistan Shinwariد راليږونکي پته :Gulistan_Shinwari@yahoo.comنيټه : 23-03-2009
په ریاضت ،په شوګیرو،په تکلیفو کې رسيد سبائي رڼا ته خلک تورو شپو کې رسي
له بې همتو ورکړل شوي بیرته واخیستل شيهاغه چې کار کوي تقدیر ئي په لاسو کې رسي
منم چې مینه او نفرت په هر انسان کې شته دیخو د اوج ټکي ته دا دواړه پښتنو کې رسي
خوښي په شتو باندې هم نه ده محلو کې نه ويچې ورکوي ئي خدای غریبو ته خیمو کې رسي
څوک چې خوبونه د اسمان...
29.03.2009
- wiar
راليږونکی :dr hassanد راليږونکي پته :hassandoctor2000@yahoo.comنيټه : 28-03-2009
غزل
لکه لمرنظر مې یوسي په حجاب د پلوشو کېعجیبه پرده پوشي ده دوصال په تماشو کې
زړه مې مات نه کړې جانانه ، محبت به مې سیواشيلکه خورچې دچاعکس شي دهندارې په ټوټوکې
چې دتادزلمي حسن ،حق ادا شي پکې یارهبیا دې زما ځواني شي خاورې دحسرت په هدیرو کې
په فطرت کې وي سپیڅلی ،چا پیریال سړی خیرن کړيد چینې رڼې اوبه شي خړي پړي په ویالو کې
پیغلې څړیکې مې دخوږ زړ...