راليږونکی :Gulistan Shinwari
د راليږونکي پته :Gulistan_Shinwari@yahoo.com
نيټه : 23-03-2009

په ریاضت ،په شوګیرو،په تکلیفو کې رسي
د سبائي رڼا ته خلک تورو شپو کې رسي

له بې همتو ورکړل شوي بیرته واخیستل شي
هاغه چې کار کوي تقدیر ئي په لاسو کې رسي

منم چې مینه او نفرت په هر انسان کې شته دی
خو د اوج ټکي ته دا دواړه پښتنو کې رسي

خوښي په شتو باندې هم نه ده محلو کې نه وي
چې ورکوي ئي خدای غریبو ته خیمو کې رسي

څوک چې خوبونه د اسمان ویني او پورته ګوري
دځمکې تل ته بیا زمونږه په دې غرو کې رسي

چې ځي منزل ته ښکلا هم ډېر پړاونه وهي
خپل اخري برید ته د سپین غره په درو کې رسي

په دغه لاره باندې ځو موږ د اشنا کلي ته
که مو کاروان ورته په میاشتو که کلو کې رسي

که دې په مینه ورته وکتل غلام به دې شي
وخپل مرام ته ګلستان ستا په کتو کې رسي