راليږونکی :امان الله نصرت
د راليږونکي پته :hewad_kabul@yahoo.com
نيټه : 20-03-2009
څلوريزې
د تيارو زړونه مو وچول سهار شو
د خزان لښکرې ماتې شوې بهار شو
د رڼا قافلې راغلې ګران وطن ته
هره خوا نغمه نغمه شوه د ژوند وار شو
پسرلی شو خنداګانې يو په دوه شوې
د وختونو ښکلاګانې يو په دوه شوې
د نړئ ناوې سينګار شوه په ګلونو
هرې خوا ته ځلاګانې يو په دوه شوې
بيا وختونه د سپرلو راغلل وطن ته
کاروانونه د وږمو راغلل وطن ته
ګل غوټيو ورکړې غاړې يو او بل ته
بلبلان په اتڼو راغلل وطن ته
نه بدوو به يو له بل نه زړونه
نه بيلوو به يو له بل نه زړونه
مونږ په لوظونو کي دا پريکړه کړې
چې ځاروو به يو له بل نه زړونه
څوک چې له مونږ سره ډغرې وهي
هسې له غرونو سره ښکرې وهي
اخر به خاورې شي له خاورو سره
چې له افغان سره ککرې وهي