اوښکه يم توېږمه
خيال يم وراېږمه
لپه راته ونيسه
څاڅکی يم ورکېږمه
کلک لکه د کاڼي يم
موم يم ويلي کېږمه
سترګو ته دې ووايه
جنګ کې اول کېږمه
کېږده ما وربل باندې
ګل يمه رژيږمه
ورېځو کې راپټ مې کړه
ستوری يم ځلېږمه
19.03.2009
- wiar
غزل پروت په مـــــــــورچل کـــــې د جهاد ، په عنبرينو څڼو خـــــــاونده ! ته يې لرې ښاد ، په عـــــنبرينو څـــــــــــڼو
خدايزده شهيده ! تورو خاورو کې به څنګه پروت يې ؟ بېګا هـــــــــمزولو کـــــــــړلې ياد ، په عنبرينو څـــــــــڼو
غونچې غـونچې پر مخ راغورځي ، څه چاره يې وکړه کــــــــــړې به تباه جــــــــــلال اباد ، په عنبرينو څـــــــــڼو...
20.03.2009
- wiar
راليږونکی :امان الله نصرتد راليږونکي پته :hewad_kabul@yahoo.comنيټه : 20-03-2009
څلوريزې
د تيارو زړونه مو وچول سهار شود خزان لښکرې ماتې شوې بهار شود رڼا قافلې راغلې ګران وطن تههره خوا نغمه نغمه شوه د ژوند وار شو
پسرلی شو خنداګانې يو په دوه شوېد وختونو ښکلاګانې يو په دوه شوېد نړئ ناوې سينګار شوه په ګلونوهرې خوا ته ځلاګانې يو په دوه شوې
بيا وختونه د سپرلو راغلل وطن تهکاروانونه د وږمو راغلل وطن تهګل غوټيو ورکړې غاړې يو او بل...