غزل
پروت په مـــــــــورچل کـــــې د جهاد ، په عنبرينو څڼو
خـــــــاونده ! ته يې لرې ښاد ، په عـــــنبرينو څـــــــــــڼو

خدايزده شهيده ! تورو خاورو کې به څنګه پروت يې ؟
بېګا هـــــــــمزولو کـــــــــړلې ياد ، په عنبرينو څـــــــــڼو

غونچې غـونچې پر مخ راغورځي ، څه چاره يې وکړه
کــــــــــړې به تباه جــــــــــلال اباد ، په عنبرينو څـــــــــڼو

سر دې ټيټ نه کـــــــــړ د دې دور فرعـــــوني غرور ته
 پښتون فطرت دې کـــــــــړلو زباد ، په عنبرينو څــڼو

زمــــــا اروا وږمــه وږمــه لکـه د مشکــــــــــــــو عطر
نری نری لــــــــــګيږي باد ، په عنبرينو څــــــــــــــــــڼو

زمـــــــــــــا غزل نقاد ته داسې ، لکه ښکلـــــی مئېن
 ولاړ وي مـــــخ ته د جــــــــلاد ، په عنبرينو څــــــــڼو

جلال امرخېل