نسواري
                                                                                                                                      نقيب احمد اتل                                                                                                                                   
ميرزاګل له ماشومتوب نه د نسوارو په عمل اموخته شوی و او دخپلې کورنۍ دغړو  نه به يې په پټه شنه نسوار اچول. اوريدلي يې وو چې پاخه نسواريان د سپرکي بوټي سيزي، دهغه ايره له تمباکو سره يو ځای کوي او بيا ترې خوندرو نسوار جوړوي، دې نسوارو له بازاي نسوارو سره دا توپير درلود،چې د چونې او نورو موادو نه به پاک وو او د نسواريانو په خبره غاښونو او وريو ته يې تاوان هم  نه رسوه.  ميرزاګل چې د څلوېښت کلنۍ شاوخوا عمرته ورسېد نو غاښونه يې نسوارو دومره خراب کړي وو، چې تل به يې د درد له لاسه ترې وۍ وۍ او فريادونه کول. مېرمن يې دده له زګېرويو او نارو سورو نه تر پزې راغلې وه. يوه ورځ يې ورته وويل سړيه ډاکټر ته لاړشه او د غاښونو څه غم دې وکړه. ميرزاګل دخپلې مېرمنې خبره زمکې ته ونه غورځوله او نېغ د غاښونو ډاکټر ته ورغی او هغه هم داسې يو ډاکټر ته چې نوی نوی يې خپل دوکان خلاص کړی و او لومړی ناروغ يې ميرزاګل و. ډاکټر چې کله د ميرزاګل غاښونه وکتل، نو هغه د چا خبره چې غوايې لنګه شوه، ورته ويې ويل چې وروره غاښونه دې نسوارو دومره خراب کړي، چې نور نو له ويستلو نه پرته بله لار نه لري. ميرزاګل ورته وويل چې ډاکټر صاحب دا خو به ډېره سخته شي، چې د دواړو جامو غاښونه دې په يو وار وباسم  په مرګ به مې مړ کړي. ډاکټر ورته وويل چې ټول غاښونه  درته په يو وار نه وباسم، دوه دوه او درې درې به درته وباسم او کله چې د حلوا دخوراک شوې، نو بيابه درته د دواړوجامو غاښونه کېږدم. ميرزاګل د ډاکټر خبره ومنله، کله به چې کوم غاښ ډېر په عذاب کړ، نو په منډه به ډاکټر ته ورغی او هغه به ورته غاښ وويسته. د ډاکټر او ميرزاګل تر منځ دا انډيوالي تر هغه وخته روانه وه،تر څو چې د ميرزاګل په خوله کې غاښونه خلاص شول. د وروستي غاښ په وروستۍ ورځ ورته ډاکټر وويل چې ميرزاګله اشنا نور نو د پيسو غم کوه چې نوي غاښونه درته کېږدم. ميرزاګل ورته وويل ډاکټر صاحب زما په دواړو جامو به څوروپۍ ولګېږي؟
ډاکټر ميرازاګل ته کړه چې له نورو نه ډېری روپۍ اخلم، خو تاسره به ګوزاره وکړم او د دواړو جامو به درنه اووه زره روپۍ واخلم. ميرزاګل ورته وويل سمه ده ډاکټر صاحب زه به له ځان سره سلا وکړم. کله چې کورته لاړ له خپلې مېرمنې سره يې دا خبره شريکه کړه او ورته ويې ويل چې ډاکټر دومره روپۍ غواړي. ښځې يې ورته وويل چې سړيه موږ خو کوم تجارت موجارت نه کوو او يوازې د پولې پټي حاصل ته ناست يو. داسې به وکړو چې په کلي کې ودان شاه خلکو ته په اپين پيسی ورکوي، له هغه نه به پيسی راپور کړی او ځانته به پرې غاښونه کېږدې، کله مو چې اپين وشو، بيا به پکې اپين ورکړو.  ميرزاګل چې خپله زمکه يې نه وه او پردی بزګر و، همداسې يې وکړل، له ودان شاه نه يې پيسی راپور کړې او نېغ ډاکټر ته ورغی. ډاکټر چې ميرزاګل وليد په ورين تندي يې ورسره ستړي مه شي وکړه او د چايو ښه ټينګ ست يې هم ورته وکړ او دا يې هم ورته وويل، چې هو رښتيا تاته خو يخ اوګرم ځکه ښه نه دي، چې ځدای مکړه اوريو ته دې تاوان ونه رسوي. ځه خير که بيا دې کله راپېښه وکړه او کوم بل ناروغ دې راوست نو بيا به شي.  ډاکټر چې کله ميرزاګل ته د دواړو جامو غاښونه کېښودل، نو مبارکي يې ورکړه او ورته ويې ويل چې ځه  له خيره نسوار څه چې تيږې پرې وخورې، هم بلا به يې ونه وهي. ميرزاګل هم ډاکټر ته په ښي لاس روپۍ ور وشمېرلې او نېغ د خپل کلي د موټرو ته هډې ته ورغی،ګوري چې د کلي يو فلاينګوچ موټر نمبرته ولاړ دی، دی هم په خوشالۍ پکې کېناست او کله چې موټر روان شو،نو ده بيايوه کپه شنه نسوار خولې ته واچول. د دوی تر کلي پورې د موټرو يوه ټوټه مزل و او بله يې دا چې د کلي پرسرک يې د جوړېدو کار روان و او په سرک خړې دوړې پرتې وې. د لارې په اوږدو کې يې  وغوښتل چې خپل سرله  شيشې وباسي او نسوار توکړي. شيشه يې خلاصه کړه او کله يې چې نسوار تو کول، نو د نسوارو سره يو ځای يې د پاسنۍ جامې نه ټول غاښونه هم لاندې ولوېدل. د ميرزاګل نه وار پار خطاشو،  فکر يې وکړ که موټر چلوونکي ته د موټر درېدو غږ کوي او ورته وايي چې ودرېږه استاده غاښونه رانه ولوېدل،نو ټوله سورلۍ به ورپورې وخاندي او که غږ ورته نه کوي، نو په دې خو يې د خدای بلا پيسی ورکړي دي دا به څنګه شي.  خير ځان يې غلی کړ او کله چې موټر کلي ته ورسېد، نو دی هم ترې په منډه راکوز شو او ځان يې په نورو نورو  لارو هماغه سرک ته ورساوه، چېرته چې له ده نه غاښونه لويدلي وو. په سرک پرتې ډېرې خاورې او تيږي يې ولټولې، خو غاښونه يې پيدا نکړل او بېرته کنډاسه خوله خپل کاله ته روان شو. کله چې خپل کورته ورسېد، نو ښځې يې په ډېرې خوشالۍ ورته وويل سړيه ستړی مه شې، مبارک دې وي اوس ايله زلمی شوې، مېړه يې په خواره خوله ځواب ورکړ، ښخې هر څه په سيند لاهو شول، ښخې يې په خواشينۍ سره وويل ولې سړيه څه شويدي؟ ميرزاګل ځواب ورکړ په موټر کې مې نسوار توکول چې له نسوارو سره يو ځای مې غاښونه  له مو ټر نه لاندې ولوېدل .