راليږونکې  :امان الله نصرت
د راليږونکي پته :hewad_kabul@yahoo.com
نيټه : 17-03-2009

گواښونه
د یار کوڅه کې  رقیبان راته گواښونه کوي
تورې په لاس بیا غمازان راته گواښونه کوي

زما د یار د مخ رڼا یې په زړه او ربل کړی
ځکه نن ستوري د اسمان راته گواښونه کوي

ما ویل د گل پر پستو شونډ و به مې  شونډې ږد مه
د زمانې سپیره خزان راته گواسونه کوي

له ما نه غواړي په سرووینو گټل شوی جانان
د خوږې مې نی د ښمنان راته گواښونه کوي

گناه مې  داده چې  ښکلا د خپل وطن مې  ستایم
د تورتمونو خاوندان راته گواښونه کوي

قلم مې  اخلی رانه ژبه په چاړو غوڅوي
وایي چې  چوپ شه غداران راته گواښونه کوي

زه خو بچی  د خپل وطن یم خپل وطن مې  خوښ دی
په کوم یو جرم سره لیوان راته گواښونه کوي

د رژوند په لارو یې زما د ښکېل دا مونه ایښي
دارمانونو قاتلان راته گواښونه کوي

ما مې  غزل سره لوظونه د حجاب کړي دي
د نقد مور چل نه طالبان راته گواښونه کوي

سپین سپين به وایمه سپین زړه لرمه سپین مې  خوښ دی
خیر که د تو رو شپو دیوان راته گواښونه کوي

نصرته سربه غلیمانو لره ښکته نه کړم
که د مرگونو قصابان راته گواښونه کوي