هره شپه به مې همداسې وه او هره شپه به انديښنو پسې اخيستی وم ،په تصور کې به مې ستا انځورونه جوړول او ورانول.
ګرانې! هره شپه به چې شپه پخه شوه او خلک به ،د خوب په نيله سپاره شول ، او تورې شپې به خپله لمن وغوړوله ،زه به بيا د خيال په سمندر کې ډوب شوم او د تصور په ټال به وزنګيدم ستا هرې ادا به زما د زړه په خونه کې انګازې وکړې او په تصور کې به مې بيا ستا انځورونه جوړ او ړنګ کړل.
ګرانې!ټول خلک به په خواږه خوب ويده شول خو مابه ستا يادونه لوبول د شپې توره لمن به خواره وه او ډول ډول اوازونو به د شپې په دې توره غوړيدلې لمن کې شور جوړ کړی و، د پخې شپې چرګانو به ازانونه وکړل خو، زه به لاهم ويښ وم او په تصور کې به مې د چا ړنګ شوی انځور جوړوه
هو!هره شپه به چې خلک ويده شول او شپې به خپله ويرونکي لمن خواره کړه زما سترګو به ستا د ياد لاره څارله او ستا ړنګ انځور به مې دزړه په چوکاټ کې سماوه ګرانې! هره شپه چې به خلک د خوب په نيله سپاره شول ما به د خپل بالښت لاندې ايښې ټيليفون ته لاس ور وغځوه او د ميسج پاڼه به مې پکې پرانيسته ويل به مې داشپه به ضرورتاته مسيج ليکم په پرانيستې پاڼه کې به مې ليکل شروغ کړل او وبه مې ليکل سلام! زه له ډيرې مودې راهيسې....
بس همدومره به مې وليکل او بيرته به مې دback بک تڼۍ کيکاږله همداسې به مې وکړل او په ټيليفون کې به مې د د ميسج پرانيستې پاڼه وتړله ځکه ما په خپل ځان کې دومره توان نه ليدوچې دغه ليکل شوی مسيج تاته سينډ کړم.
ګرانې زه اوس هم ،هره شپه چې خلک ټول شپه په غيږ کې واخلي تاته د ميسج ليکلم،خودادی کلونه وشول چې زما د ټيليفون د ميسج په پاڼه کې تاته ليکل شوی ميسج لا هماغسې نيمګړی دی او ستا هغه ړنګ شوی انځور لا هم هماغسې ړنګ دی او هره شپه يې په تصور کې جوړوم او ړنګ وم .