راليږونکی :Gulistan Shinwari
د راليږونکي پته :Gulistan_shinwari@yahoo.com
نيټه : 06-09-2008
وي لکه ژمي کې له اوره لېرې
چې شي سړی له خپله کوره لېرې
راځه د غرو ډډو ته لاړ شو اشنا
له دغه ښار له دغه شوره لېرې
زه دې همداسې تهمتي ګرځمه
تا دې خدای وساتي له توره لېرې
په مخه ښه کې راترغاړې وځه
چې را نه ځې د سترګو توره لېرې
ای ګلستانه اشنا بېرته راشه
درپسې مړه به شمه نوره لېرې
13.08.2008
- wiar
څومره ښايسته دي څومره ښکلي ستوري اشنا زمونږه ددې کلي ستوري ستاسې په ښار خو سپوږمۍ هم نشته هلته برېښنا درته وژلي ستوريکه د هېواد په ننګ شهيد شوې یاره درباندې جوړ به کړمه څلي ستوري اوښکې يې څاڅي د باران په بڼه زموږ په حال باندې ژړلي ستوري چې مو ښوونځی سوزيده ټولو ژړل په رڼا ورځ مې دي لېدلي ستوري ای ګلستانه جانانه بېرته راځي راته په غوږ کې وايي غلي ستوري...
17.03.2009
- wiar
هره شپه به مې همداسې وه او هره شپه به انديښنو پسې اخيستی وم ،په تصور کې به مې ستا انځورونه جوړول او ورانول. ګرانې! هره شپه به چې شپه پخه شوه او خلک به ،د خوب په نيله سپاره شول ، او تورې شپې به خپله لمن وغوړوله ،زه به بيا د خيال په سمندر کې ډوب شوم او د تصور په ټال به وزنګيدم ستا هرې ادا به زما د زړه په خونه کې انګازې وکړې او په تصور کې به مې بيا ستا انځورونه جوړ او ړنګ کړل. ګرانې!ټول خلک به په خواږه خوب ويده شول خو مابه ستا يادونه لوبول د شپې توره لمن به خواره وه او ډو...