څومره ښايسته دي څومره ښکلي ستوري
اشنا زمونږه ددې کلي ستوري
ستاسې په ښار خو سپوږمۍ هم نشته
هلته برېښنا درته وژلي ستوري
که د هېواد په ننګ شهيد شوې یاره
درباندې جوړ به کړمه څلي ستوري
اوښکې يې څاڅي د باران په بڼه
زموږ په حال باندې ژړلي ستوري
چې مو ښوونځی سوزيده ټولو ژړل
په رڼا ورځ مې دي لېدلي ستوري
ای ګلستانه جانانه بېرته راځي
راته په غوږ کې وايي غلي ستوري