د مينې د محکمې غونډه وه! عقل، چې ددې غونډې قاضي و، مينه يې محکومه کړه! او د ماغزو تر ټولو لرې واټن یعنې هېرولو ته یې واستوله
زړه مينې ته د بښنې غوښتنه درلوده، خو د ټول بدن غړي ورسره مخالف و، زړه د مينې په پلوي پيل وکړ:
ای سترګو: مګر تاسې نه وﺉ چې هر ورځ مو دهغه د لېدلو غوښتنه کوله؟
ای غوږونو ! مګر تاسې نه وﺉ، چې هر ورځ مو د هغه د غږ  اورېدو غوښتنه کوله؟
تاسې ای پښو! مګر تاسې نه وﺉ، چې تل به د هغې په خوا تلو ته تیارې وﺉ؟
اوس ولې په دې ډول ورسره مخالف ياست؟
ټولو غړو له زړه څخه مخ واړوه، او په اعتراض سره غونډه پرېښودله، يوازې عقل او زړه په غونډه کې پاتې شول.
عقل زړه ته مخ واړوه، او ويې ويل ودې لېدل ای زړه؟ ټول غړي له مينې څخه بېزاره دی، مګر زه حیران یم! چې مینې لومړی تر ټولو ته ډېر ځورولی يې، خو بیا هم ته ولې د هغه پر خوا يي؟
زړه په سووسوو نارو وژړل او ويې ویل:
زه پرته له مینې نشته يم، ځکه چې یوازې غوښې یوه ټوټه یم، چې هر دقیقه مخکینی عمل تکراروم، یوازې او یوازې کولای شم، چې له مینې سره یو رښتینی زړه و اوسم .