محمدالمنکدررح
محمدبن المنکدررح دمدینې منورې یوډیرسترعابداومشهورتابیعي و.راویت دی چې دمحمدبن المنکدرپلاردام المومنین بي بي عائشې رضی الله عنهاپه خدمت کې حاضر شو هغې ته یې خپل مشکلات بیان کړه او غوښتنه یې ترې وکړه چې دواده له پاره ورسره څه نغده مرسته وکړي .بي بي عائشې رض ورسره وعده وکړه چې هروخت پیسې لاس ته راغلې اول به یې تا ته درواستوم .ډيرزردیوه ځای نه ورته لس زره درهم راغله .بي بي عائشې رض وفرمایل چې څومره زر په ازمیښت کې ولویدم وروسته یې هغه لس زره درهم المنکدرته ورواستول .

المنکدرپرې یوه (غلامه) واخیسته چې له هغې نه یې دری زمن پیدا شول (محمد،ابوبکر،او عمر)چې دری واړه ډیر نیک،صالح اوپرهیزګاره و.محمددخپلې مور ډیر منونکی او خدمت ګارو.محمدوایې چې یوه شپه عمرپه لمانځه بوخت وم دخپلې مورپښې کیکاږلې ځکه چې ما نه غوښت چې دورور دبرخې شپه دې زما په برخه شي .(یعنې دهغه په ځای دې زه پکې قیام وکړم ) .محمدرح دقران کریم تلاوت په ډیر غوراوتدبرسره کاوه .دتلاوت په وخت کې به یې له سترګو بدریغه ډیرې اوښکې راتللې .یوه  شپه دنفلي لمانځه په وخت له خولې نه ناببره چېغې ووتې دکورنۍغړي یې پریشانه شول ,پوښتنه یې ترې وکړه مګر هیڅ ځواب یې ورنکړاولاډیر زیات په ژاړه شه .ابوحازم رح یې پسې راوغوښت ابوحازم رح ترې وپوښتل ای زما وروره څه خبره ده؟هغه څه دي چې ته یې په ژاړه کړی یې ؟ستادکور ټول غړي پریشانه دي ایادکوم تکلیف سره مخ یې ؟ محمدرح جواب ورکړ دقران کریم دویلوپه وخت کې چې دغه ایت ته ورسیدم په ژاړه یې کړم ((ترجمه ))او که چېرې بېشکه مملوک شي دهغوکسانوچې ظلم یې(پرنفسونوخپلوپه کفرسره اختیار)کړئ دی هغه( اموال مبالغ)چې په ځمکه کښې دي ټول اوپه مثل( دهغه) هم نور ورسره شي نوخامخافدیه به ورکړي دوئ په هغه سره له بدرنګه (غذابه )په ورځ د قیامت کښې،اوښکاره به شي دوی ته له جانبه دالله هغه غذاب چې نه ؤ دوی چې ګمان به یې کاوه(دهغه))سورة الزمرایت نمبر(۴۷)په ابوحازم رح یې دومره ژور اثروکړچې هغه یې هم په ژاړه کړ.اودځنکدان په وخت کې یې هم دغه ایت ووایه او ویې ژړل له محمدرح سره یوه کس سل دینار امانت کېښوده .محمد بن المنکدررح ترې اجازه وغوښته چې ایا دضرورت په وخت کې استفاده کولای شم؟ هغه کس اجازه ورکړه هوترې کولای یې شې .له څه وخته وروسته دغه کس پخپل امانت پیسې راغئ مګرمحمد المنکدررح دکومې اړتیا له وجې دهغه امانت خرچ کړي وخالي لاس و .دواړه لاسه یې اسمان ته پورته کړه خدای ج ته یې زارۍ شروع کړې .ای خدایه ددې کس دامانت د اداء کولو توان راکړې .محمدالمنکدررح فرمایي کله چې دڅه ضرورت له پاره له کوره ووتم یو چا مې په مټ لاس کېښود او یوه همیانۍ یې په لاس کې راکړه چې ومې سپړله پوره سل دینارپکې و . دغه کس ماد نن نه مخکې چیرې نه ولیدلی او نه مې پیژاند.بیاوروسته ماته چا داخبر راکړ چې ماته دا همیانۍ عامر بن عبدالله بن الزبیر رالیږلې وه اوترڅنګ یې دا هم ورته ویلې وچې زماپه ژوند چا ته دا(راز)څرګندنه کړي اوس هغوی دواړه وفات شوي ځکه زه دا رازڅرګندوم .محمدالمنکدررح له خپلوخپلوانو سره ډیرښه حسن سلوک کاوه ،ویل به یې زما په اند ښه عمل هغه دی چې د بل مومن زړه ته سکون اوخوشحالي وروبخښي .دهغه قول دی ما له خپله نفسه سره څلویښت کاله مجاهده وکړه
(هغه مې په خوارۍکې وساته)ځکه خولږ سم شو .په ۱۳۰هجري کې په حق رسیدلی .
۱:اخستنه: دایت پښتو متن مې دقرآن کریم پښتوتفسیرنه اخیستي کوم چې دسعودي باچا فهدپه مرسته په مدینه منوره کې چاپ شوی دی .
۲:پدې لیکنه کې ددوه ډوله سیکونومونه ذکرشوي چې يویې( دینار) اوبل یې درهم ،ما هم ستاسو مخ ته کټ مټ په هماغه ډول رانقل کړي دي .چې په رتلونکي کې به درسره په تفصیل وګڼیږم چې ولې دوه ډوله سکې په هغه دورکې چلېدې ؟
بختیارځدران
سعودي عرب تبوک