راليږونکی :امان الله نصرت
د راليږونکي پته :hewad_af@yahoo.com
نيټه : 29-05-2008
د یار کوڅه کی رقیبان راته گواښونه کوی
توری په لاس بیا غمازان راته گواښونه کوی
زما د یار د مخ رڼا یی په زړه او ربل کړی
ځکه نن ستوری د اسمان راته گواښونه کوی
ما ویل د گل پر پستو شونډ و به می شونډی ږد مه
د زمانی سپیره خزان راته گواسونه کوی
له ما نه غواړی په سرووینو گټل شوی جانان
د خوږی مینی د ښمنا ن راته گواښونه کوی
گناه می داده چی ښکلا د خپل وطن می ستایم
د تو رتمو نو خاوندان راته گواښونه کوی
قلم می اخلی رانه ژبه په چاړو غوڅوی
وایی چی چوپ شه غداران راته گواښونه کوی
زه خو بچی د خپل وطن یم خپل وطن می خوښ دی
په کوم یو جرم سره لیوان راته گواښونه کوی
د رژوند په لارویی زما د ښکیل دا مونه ایښی
دارما نونو قاتلان راته گواښونه کوی
ما می غزل سره لوظونه د حجاب کړی دی
د نقد مور چل نه طالبان راته گواښونه کوی
سپین سپين به وایمه سپین زړه لرمه سپین می خوښ دی
خیر که د تو رو شپو دیوان راته گواښونه کوی
نصرته سربه غلیمانو لره ښکته نه کړم
که د مرگونو قصابان راته گواښونه کوی
امان الله نصرت