که د زمان زولنۍ ماتې کړمه
دپيغور دونياته شا واړوم
دزړګي راز نه مې پرده پورته کړم
څه چې مې زړه کې وي بهر وباسم
نو زمانه به راته داسې وايي
چې د حيالوپټه ورک شو درنه
ته د پښتون د غرور خيال نه ساتې
خو زه د خداې نه مې مننه کوم
چې زه ازاده پيدا کړی يمه
ماته اسلام په نوم مذهب راکړی
په کې ازاده يې ګڼلې يمه
لکه چې څنګه نارينه حق لري
زه هم بنده د خداې جواز لرمه
چې خپل په نن او پرون وغږيم
او د خپل خيال بيان ازاد وکړمه
سرطان ٤
٢٠٠٧
31.01.2008
- wiar
څه فکر کوې چې دا به چا پسې راوتى ويبويه دا ساده سړي په تاپسې راوتى وي
زه چې ستا ليدو ته راځم دا دې روا حق ګڼمګل چرته پښې کړي چې بورا پسې راوتى وي؟
تا چې پرونى ماښام دربل کړو په معما کې نونن به يې ضرور څوک په مانا پسې راوتى وي
کاڼي يې د غره له پښو ووزي خو ښکاريږي نهښايي چې يو څوک د اور رڼا پسې راوتى وي
دغه ځو...
02.02.2008
- wiar
د چارلس ډي ليکنه دزرلښت حفيظ ژباړه
هو مونږ ټول سره را ټوليداى شو په زړونو کی يقين وکړئ چې ژوند ډير ښايسته دى په يو ټکی او هغه ټکی مينه ده دا ډيره خوږه کليمه ده په ټوله نړۍ کې خداې ج هر کله خپلو بندګانو ته امر کړى چې يو د بل سره مينه وکړئ مينه په لاس لمس کيداې نه شي خو په زړونو کی زر حس کيداى شي خدای ج فرمايلئ دی چی لری کړی ټول بديانی دزړونونه خو يو څه ته په زړه کی ځاې ورکړئ او داسې ورته هرکلې ووايي لکه دلمر زرينې وړانګي...