څه فکر کوې چې دا به چا پسې راوتى وي
بويه دا ساده سړي په تاپسې راوتى وي

زه چې ستا ليدو ته راځم دا دې روا حق ګڼم
ګل چرته پښې کړي چې بورا پسې راوتى وي؟

تا چې پرونى ماښام دربل کړو په معما کې نو
نن به يې ضرور څوک په مانا پسې راوتى وي

کاڼي يې د غره له پښو ووزي خو ښکاريږي نه
ښايي چې يو څوک د اور رڼا پسې راوتى وي

دغه ځواني مرګ جلان د کاڼو نبض تل نيسي
خدايزده دا به څه ډول ښکلا پسې راوتى وي