راليږونکی :dewa aryoubay
د راليږونکي پته :dewa_aryobay@yahoo.com
نيټه : 10-01-2008
غزل
په سترګو کې لاس موږي غرېو نيولي ماشومان
دا چا دي ژړولي ، نازولي ماشومان
ماښام د شنه اسمان کاسه کې سپورې وريزې نه وې
چا کونډې غولولي ، خوبولي ماشومان
ستا سرې سترګې ترې ځار شه سګرټ مه بلوه ژڼيه
ايره -ايره به تويې شي سرګړي ماشومان
په سوله ابۍ نه کېږي د تک شنه سپرلي زېری
بمونو دي له کلي رژولي ماشومان
يو ، يو مخ د هندارې ، بل په بل مخ کې مخ کوري
( لمر ) دواړو ته ويلي دي چې ښکلي ماشومان
لمر نيازی / خوست
ددې غزل په سر دا ولې نه دي ليکل شوي چې د بلينډې بدرۍ په پل يا په ځمکه شاعر بايد داسې ونه کړې خير که بدرۍ خور ده خو دشعر قانون خو خپل حق اخستی شي نو شاعر ورور نه دا هيله کوم چې سپيناوی وکړي.
03.01.2008
- wiar
ملک محمد حسن کمالزی
په خواشینۍ سره موخبرترلاسه کړ چې دپښتون قوم مخوراوپه قام مئن مشر حاجي ظاهرجبارخېل څو ورځې وړاندې په پېښورکې په یوه ترافیکي پېښه ومړ انالله واناالیه راجعون
په دې کې هېڅ شک نشته چې ارواښادجبارخېل په خپل وخت کې دپېښورټولومهاجرمېشتوقومونوسره ترخپله وسه دهغوی دستونزوپه اواري کې هلې ځلې کړي چې ټول مهاجرورونه به یې هېڅکله له یاده ونه باسي زه د ټول افغان وېب پاڼې له لارې د دوی درنې کورنۍ،دافغانستان ورونوقومونو اوخپلوانوسره په دې غمژنه پېښه کې ځان شریک بولم...
31.01.2008
- wiar
څه فکر کوې چې دا به چا پسې راوتى ويبويه دا ساده سړي په تاپسې راوتى وي
زه چې ستا ليدو ته راځم دا دې روا حق ګڼمګل چرته پښې کړي چې بورا پسې راوتى وي؟
تا چې پرونى ماښام دربل کړو په معما کې نونن به يې ضرور څوک په مانا پسې راوتى وي
کاڼي يې د غره له پښو ووزي خو ښکاريږي نهښايي چې يو څوک د اور رڼا پسې راوتى وي
دغه ځو...