دوی چې زړګی نه لري ، پټ په کې جانان نه لري
په دغه ښار کې خدايږو هېڅوک هم ايمان نه لري

لنډۍ يې نه زده،  درخانۍ او ادم خان نه لري
ګل مکۍ نه شته په حجره کې طالب جان نه لري

دلته شنه بوټي هم د تندې مانا نه پېژني
دا نازولي  خلک تمه د باران نه لري

ورته رسېږي هماغه ، چې څه يې زړه وغواړي
ډېر بد نصيبه دي چې هيڅ هېله ارمان نه لري

رود يې کوچۍ نه لري ، دښتې يې کېږدۍ نه لري
غريې مرغان نه لري ، کلی يې اذان نه لري

 چې په لېدو يې ماسوختن شي فرشتې وريادې
ها څو راڼه ستوري ددې خلکو اسمان نه لري

چک جمهوريت پراګ